خبرونهسلايډ

عمر زاخېلوال له پاکستان سره د «معاملې» ګنګوسې رد کړې

پر تورخم دروازې له درې ورځو نښتو وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې افغان حکومت له پاکستاني لوري سره د دروازې پر جوړولو هوکړه کړې وه. دا خبره په لومړي ځل د ملي امنیت ریاست پخواني مشر، امرالله صالح خپره کړه.

عمر زاخېلوال لیکلي: «د پاکستان له لوري د کار په پیل قطعاً توافق نه دی شوی». ښاغلی زاخېلوال وايي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته یې په استول شوي لیک کې لیکلي: «نه یوازې دا چې د توقع خلاف تاسې کار نه دی درولی تر څو د خبرو له لارې حل ته فرصت ورکړئ، بلکې په غلطه مو داسې ښودلې چې ستاسې د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر اساس شوی».

ډاکټر زاخېلوال پاکستاني لوري ته په استول شوي لیک کې په یوه ډول څرګندوي چې که ورسره همکاري نه کېږي، د دندې دوام ته اړتیا نه ویني: «که چېرې تاسې کار ونه ځنډوئ تر څو د خبرو له لارې دا کړکېچ حل شي نو دلیل نه پاتې کېږي چې زه دې اوسنۍ دندې ته دوام ورکړم».

افغان سفیر د راتلونکي کړکېچ پړه د پاکستاني لوري پر غاړه اچوي: «د دې موضوع د راتلونکي هرې ناخوالې عواقب به ستاسې په اوږو وي».

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button