يهودي حاخام د نجونو د مبايل او انټرنټ کارولو او زده کړې مخنيوی غواړي
اسراييل غواړي نړيوالو ته خپله څېره سيکولره ښکاره کړي، مګر اسراييل د دين او سيکولرېزم په تړاو په نړۍ کې يو ډېر عجيبه هېواد دی. د اسراييلي دولت اساس پر يهوديت اېښودل شوی، چې په نړۍ کې د داسې بل هېواد مثال نه شته، مګر بلې خوا دوی د سيکولرېزم دعوې هم لري.
اوس له اسراييل څخه خپاره شوي راپورونه وايي چې په ياد هېواد کې تر ۵ کلونو پورته نجونې د بايسکل زغلونې اجازه نه لري. په اسراييلو کې د نجونو بايسکل ګرځول ځکه منعه شول، چې د دوی له نظره دا نجونو ته ډېر تاوان لري. د نهلوت په نامه يو اسراييلي حاخام وايي چې دا کار نجونو ته جايز نه دی، ځکه چې په بايسکل د نجونو ناسته د سړيو شهواني غريزه پاروي.
دغه راز ياد حاخام وايي چې نجونې بايد د لوړې زده کړې اجازه ونه لري. تېر ديسمبر کې نهلوت حاخام د اسراييل په بني براک ښار کې غوښتنه کړې وه چې نجونو ته بايد په پوهنتون کې د زده کړې اجازه ورنه کړل شي. د اسراييلي حاخام دليل دا و چې پوهنتونو کې دنيوي زده کړه ترسره کېږي او دا نجونو ته خطرناک دي.
اسراييلي يهودي حاخامونو دغه راز غوښتنه کړې چې د نجونو له لورې دې د انټرنټ کارول او د سمارټ فون استعمال مخه هم ونيول شي.