د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال یو ځل بیا له ترینګتیاوو سره ملې شوې چې تېر اوړي کې د پلازمېنې کابل په شاه شهید سیمه کې یوې زورورې چاودنې سلګونو تنو ته ځاني او مالي زیانونه واړول. ولسمشر غني له پېښې وروسته په یوه خبري کانفرانس کې وویل، چې پاکستان ورسره د سولې په بهیر کې مرسته نه ده کړې. غني وویل، نور نه غواړي د پاکستان له لارې د سولې خبرو کې ګډون وکړي. د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر د مرګ خبر له خپرېدو سره د پاکستان په نوښت د سولې پيل شوی بهیر هم بې پایلې پای ته ورسېد.
د طالبانو نوي مشر، ملا اختر محمد منصور په خپلې پيلیزې وینا کې د سولې خبرې «تبیلغات» بللي و او له خپلو پلویانو یې غوښتي و چې پر دغو خبرو باور ونه کړي.
اوس څرګنده شوه، چې وړمه ورځ کابل ته د پاکستاني پښتنو سیاستوالو د پلاوي سفر موخه له نوازشریف سره د ولسمشر غني پخلاینه وه. د پاکستاني رسنیو له راپورونو سره سم، دغه پاکستاني سیاستوال د نوازشریف له لورې غني ته په جرګه استول شوي وو. په دغه پلاوي کې د پښتونخوا عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي، د عوامي نېشنل ګوند مشر، اسفندیار ولي خان او د قومي وطن ګوند مشر او د کورنیو چارو پخوانی وزیر، افتاب احمدخان شېرپاو پر ګډون سربېره ځینو نور پاکستان سیاستوال هم شامل وو.
د پلاوي له سفر وروسته، افغان چارواکو رسنیو ته ویلي چې ولسمشر غني چمتو دی، چې د پاریس ناستې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره وګوري. د پاریس په ناسته کې د برېتانیې لومړی وزیر، ډیوډ کیمرون به د افغان او پاکستاني مشرانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
که څه هم ولسمشر له دې وړاندې په ياده غونډه کې له ګډون کولو ډډه کړې وه، خو د ولسمشر سياسي سلاکار، اکرم خپلواک وايي، چې ولسمشر غني د خيبر پښتونخوا او کوټې د پښتنو سياستوالو په غوښتنه په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړه.
يادو سياستوالو ولسمشر غني سره په ليدنه کې له هغه غوښتي و، چې د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره وويني، خو ولسمشر انکار وکړ، خو د تازه راپورونو پر بنسټ نوموړي دې کار ته تياری ښودلی او پاريس ته د تلو اراده يې کړې.
د پاريس غونډه کې به لومړی د افغان ولسمشر او پاکستاني او بریتانوي لومړي وزيرانو نواز شريف او ډېوډ کیمرون تر منځ او بيا د افغانستان او پاکستان د مشرانو تر منځ ليده کاته وشي.
پر دې سربېره، د «اسیا زړه» بهیر غونډه هم ښايي د ډسمبر په لومړیو کې په اسلام اباد کې ترسره شي. د خپلواک په خبره، ولسمشر غني به په دغه غونډه کې هم شخصاً ګډون وکړي. غني د «اسیا زړه» په تېره غونډه کې په چین کې ګډون کړی و.
د افغانستان د سولې عالي شورا هم د پاریس ناستې پورې د سولې هیلې تړلې دي. د سولې شورا سرپرست، عبدالحکیم مجاهد رسنیو ته ویلي چې «هیله لري» چې د پاریس په ناسته کې د سولې په برخه کې پرمختګ وشي.