روغتيا

پوپنک څه دی او څنګه ډوډۍ ته زیان رسوي ؟

لیکوال : عطا محمد میاخېل
   د ډوډۍ پوپنک ( چڼیاسي ) چې علمي نوم یې Rhizopus stolonifer دی او په انګلیسي کې ورته Bread mold وایي، د Mucoraceae په کورنۍ پورې اړه لري، چې بېلابېل رنګونه یې د پام وړ دي، لکه : سپین، تور، ژېړ، آبي او شین، چې د پوډرو په بڼه ښکاري.
  پوپنکونه هغه مایکرو ارګانیزمونه دي، چې په طبیعت کې په ډېره پیمانه پیدا کېږي او زموږ په شاوخوا چاپېریال کې شتون لري، د بېلګې په توګه : په مېوو باندې، په دستر خوان کې او دغه راز په هغه هوا کې چې موږ یې تنفس کوو هم شتون لري . پوپنکونه په ډوډۍ باندې له کېناستو سره سم، د ډوډۍ له خوړنیزو موادو ( نشایسته، خواږه او مالګو ) څخه په ګټه اخیستنې خپله وده او ډېرښت پیلوي .  
څلور لوی لاملونه په ډوډۍ باندې د پوپنک د ودې سبب ګرځي :
ـــ په ډوډۍ کې پاتې شوې تودوخه .
ـــ په ډوډۍ کې پاتې شوی رطوبت .
ـــ په ډوډۍ باندې پاتې شوي خوړنیز مواد ( خواږه ـــ غوړ ) .
ـــ هوا ( کافي اکسیجن ) .
 پوپنکونه له اوږدو څانګو څخه جوړ شوي او حجرې یې په دواړو وروستیو برخو کې سره نښتې وي، چې دا څانګې د هایفا ( Hyphae ) په نامه یادېږي . د پوپنکونو ډېری حجرې په هایفا کې متقاطع دېوالونه لري، چې هره هایفا په بېلابېلو حجرو وېشي او هره حجره د هستې لرونکې وي . کله چې پوپنک د پوخوالي مرحلې ته ورسېږي، نو سپورانیجوفور (Sporangiophore) سترېږي او (Sporangium) سپورانجیوم تشکیلوي، چې خوړنیز مواد، سایتوپلازم او هسته پکې راټولېږي او سپورانجیوم ځانته د ګنبزې بڼه غوره کوي . واکیولونه په هوار شکل او یا یو له بل سره ګډېږي؛ وروسته یو دېوال تشکیلوي، چې سپورانجیوم په دوه برخو وېشي . دنننۍ برخه او بهرنۍ برخه . بهرنۍ برخه هغه برخه ده، چې په هغې کې سپورونه را ټول شوي دي او دنننۍ برخه یوه عقیمه برخه ده، چې دColumella په نامه یادېږي . هغه څانګې چې سپورانجیوفورونه سره نښلوي د Stolon په نامه یادېږي .
  د ډوډۍ پوپنک یوازینی پوپنک دی، چې خپل خواړه د ژوندیو او غیر ژوندیو موادو له انساجو څخه تر لاسه کولای شي . پوپنکونه ډېر ډولونه لري، کله چې خپله وده پیلوي، نو په ډوډۍ باندې بېلابېل رنګونه تولیدوي لکه : شین، خړ او تور رنګ . که چېرې غواړئ، چې پوپنکونه ووینئ، نو دا بسنه کوي، چې یوه ټوټه ډوډۍ په پلاستیک کې د لمر وړانګو ته مخامخ کېږدئ، یاده ډوډۍ به درې ورځې وروسته پوپنک ونیسي .
د پوپنک ډولونه :  
  تر دې دمه د پوپنک ۱۲۰۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي، چې ۴۰ ډولونه یې ناروغۍ زېږونکي دي او د دې توان لري، چې په بدن کې زهري مواد تولید او د سرطان ناروغۍ را منځته کړي . یو شمېر پوپنکونه ګټور دي، چې د مستو او پنیرو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي او دغه راز یو ډول یې چې Pencillium notatum نومېږي ورڅخه دPencillin درمل جوړېږي .  
  هغه پوپنک چې د غوزانو او پستې په مغز باندې وده وکوي او تور رنګ لري، د مېوو د پوپنک په پرتله ډېر خطر ناک دی، ځکه چې له ځانه یو ډول ماده ترشح کوي، چې کله وخت د زېږون پرمهال د غړي د زیانمنېدو او یا هم د سرطان ناروغۍ د را منځته کېدو لامل ګرځي  .
د پوپنک وهلې ډوډۍ زیانونه :   
 پوپنک وهلې ډوډۍ خاموش قاتل دی . له پوپنک وهلې ډوډۍ څخه ګټه اخیستنه په انسان کې د سرطان ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل ګرځي . دا چې پوپنک وهلې ډوډۍ په بدن کې سرطان زېږونکو موادو د تولید سبب ګرځي، نو له همدې امله سپارښتنه کېږي، چې پوپنک وهلې ډوډۍ په هرو شرایطو کې باید لرې وغورځول شي او د هغې له مصرف څخه په جدي ډول ډډه وشي . پوپنکونه د بدن د خوندیتوب سیستم کمزوری او تخریبوي او د ناروغیو په وړاندې زموږ د مقاومت کچه راټیټوي .
د پوپنک ضد ۱۳ سپارښتنې :
  که چېرې ومو غوښتل، چې د پوپنکي ستونزو په وړاندې ځان خوندي کړئ، نو دا لاندې ۱۳ کارونه تر سره کړئ :
۱ ـــ د خوړنیزو توکو په ځانګړې توګه مېوو او سبزیجاتو د اخیستلو پرمهال، ډېره پاملرنه وکړئ، ترڅو په اخیستل شویو توکو کې مو پوپنک وهلي مواد شتون ونه لري .
۲ ـــ ټول اخیستل شوي خوړنیز توکي په کور کې یو له بل څخه جلا کړئ، که چېرې په کوم څه باندې شکمن شوئ، نو هغه له نورو خوړنیزو توکو څخه جلا کړئ .
۳ ـــ هېڅکله مېوه او سبزیجات له وینځلو مخکې په یخچال کې مه ږدئ .
۴ ـــ لامده او مرطوب خوړنیز توکي لکه مېوې لومړی په نخي دستمال کې تاو او وروسته یې په یخچال کې کېږدئ .
۵ ـــ که چېرې ومو لیدل، چې پنیر او مربا مو پوپنک وهلې، مه خواشیني کېږئ، کافي ده، چې پوپنک وهلې برخه لرې کړئ او له پاتې برخې څخه یې ګټه واخلئ .
۶ ـــ غوره ده، چې د مربا او تروه څیزونو مرتبانونه د ۲۰ دقیقو له پاره په اوبو کې جوش کړئ او له وچولو وروسته، مربا او تروه څیزونه پکې واچوئ، په دې ډول مرتبان تعقیمېږي او د خوړنیزو توکو د پوپنک وهلو او خرابېدلو امکان را ټیټېږي .
۷ ـــ خپل د پام وړ خوړنیز توکي د مصرف له کچې سره سم له مرتبان څخه را بهر کړئ او مرتبان ته د هغو له بېرته ور ګرځولو څخه په کلکه ډډه وکړئ .
۸ ـــ که غواړئ، چې ډوډۍ مو پوپنک ونه وهي، نو هغه په یخچال کې وساتئ .
۹ ـــ که چېرې پوپنک ستاسو د خوړنیزو توکو له دوو څخه ډېره برخه یې پوښلې وه، نو له خوړلو څخه یې ډډه وکړئ .
۱۰ ـــ د پوپنک وهلو موادو د جلا کېدو او لرې غورځولو پرمهال پلاستیکي لاس پوښي (دست کش ) په لاس کړئ، ترڅو د پوپنکونو له حساسیت څخه خوندي پاتې شئ .
۱۱ ـــ ککړ یخچال د خوړنیزو توکو د خرابېدو یو له دلیلونو څخه دی، نو په دې اساس په اوونۍ کې یو ځل د خپل یخچال په مخ او سر باندې لاس کش کړئ .
۱۲ ـــ خوړنیز توکي له دوو ساعتونو څخه ډېر په هغه هوا کې چې رطوبت یې ۴۰ سلنه او یا زیات وي مه ږدئ .
۱۳ ـــ د انځرو او وچو توتانو په څېر خوړنیز توکي له خوړلو مخکې د هر ډول احتمالي  پوپنک وهلو د شتون له مخې  ښه وګورئ، چې پوپنک نه وي وهلي .
د ډوډۍ له پوپنک وهلو څخه د مخنیوي لارې چارې :
د ډوډۍ له پوپنک وهلو څخه د مخنیوي له پاره درې مهمې لارې شتون لري :
ـــ د ډوډۍ وچول .
ـــ په یخچال کې د ډوډۍ وچول .
ـــ له زیاتونکو توکوڅخه ګټه اخیستنه .
د ډوډۍ له پوپنک وهلو څخه د مخنیوي لارې :
۱ ـــ د ډوډۍ وچول :
 له وچولو څخه موخه دا نه ده، چې موږ ډوډۍ لمر ته کېږدو، ترڅو وچه شي، بلکې موخه داده، چې د تناره د تودوخې درجه دومره را ټیټه کړو، چې د ډوډۍ ټول رطوبت او لوندوالی لرې شي . د بېلګې په توګه که چېرې له معمول سره سم یوه ډوډۍ په یوه یا دوه دقیقو کې پخېږي، باید دا وخت ۵ تر ۱۰ دقیقو پورې ورسېږي، ترڅو ډوډۍ په بشپړه توګه وچه شي او وکولای شو، چې ډوډۍ د ډېرو ورځو له پاره وساتو، پرته له دې چې پوپنک یې ووهي . د وچې شوې ډوډۍ ستونزه داده، چې د مصرف پرمهال باید هغه لمده کړو، ترڅو پسته شي او له اوبیزو خوړو لکه : په سبا ناري کې له شیدو سره، په غرمه کې له شړومبو سره او په ماښامنۍ کې له ښوروا سره مصرف کړو .
۲ ـــ په یخچال کې د ډوډۍ وچول :
  نن ورځ په ډېری کورونو کې یو یخچال شتون لري، چې د غوښې، لبنیاتو او اضافي میوه جاتو د ساتنې تر ټولو غوره ځای دی، ترڅو یې پوپنک ونه وهي . که چېرې غواړئ، چې د کور اضافي ډوډوۍ مو پوپنک ونه نیسي، نو هرو مرو یې په یخچال کې کېږډئ . د یخچال ډېره سړه هوا د فنجیانو او پوپنکونو د نفوذ مخه نیسي او د ډوډۍ د نه خرابېدو مقاومت لوړېږي .
۳ ـــ په ډوډۍ کې له زیاتوونکو ( ساتونکو موادو ) څخه ګټه اخیستنه :
  ټولې هغه ډوډۍ چې موږ یې خورو زیاتونکي مواد لري، لکه : مالګه، کنجد، شنبلیله، ګلوتن او مخمر دا ټول زیاتوونکي مواد دي، چې د ډوډۍ د ښکلې کېدو، پستېدو، شتمنېدو او خوندوره کېدو له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي، مګر یو ډول زیاتوونکي مواد دي، چې د ستاتونکو موادو په نامه مشهور دي، چې د ډوډۍ د روغې پاتې کېدو وخت زیاتوي، لکه : سیتریک تېزاب او پروپیونیک تېزاب . ټولې صنعتي ډوډۍ ساتونکي مواد لري، چې روغتیا ته زیان رسوي  . مګر هېڅ سنتي ډوډۍ ساتونکي مواد نه لري .
د ډوډۍ اخیستلو پرمهال لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسئ :
ـــ تودې ډوډۍ یوه د بلې د پاسه مه ږدئ .
ـــ له سړېدو مخکې هېڅکله ډوډۍ مه ټولوئ .
ـــ سړه شوې ډوډۍ په دسترخوان یا پلاستیک کې کېږدئ .
ـــ سړه ډوډۍ د تودې ډوډۍ په پرتله په ډېر ځنډ سره پوپنک نیسي .
ـــ د سړې شوې ډوډۍ پایښت د هغې ډوډۍ په پرتله ډېر زیات دی، کومه چې توده کورته وړل کېږي .
ـــ په یخچال کې د تودې ډوډۍ ساتل تر شاه پټ پوپنک وهل لري .
ـــ د تودو ډوډیو یوه د بلې د پاسه ایښودل، د ډوډۍ د ځپل کېدو او خوړینېدو سبب ګرځي .
ـــ تودې ډوډۍ یوه د بلې د پاسه ایښودل، له ځان سره بد بوی هم لري .
 
 
 
د ډوډۍ پوپنک علمي ډلبندي په لاندې توګه ده :
Scientific Classification :
Kingdom : Fungi
Phylum : Zygomycota
Class : Zygomycetes
Order : Mucorales
Family : Mucoraceae
Genus : Rhizopus
Species : Stolonifer
Scientific Name : Rhizopus stolonifer
Common  Name : Black bread mold .     
 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button