سلايډسيمه او نړۍ

يونان: کډوالو د ژوند تېرولو لپاره فحاشۍ ته مخه کړې

څه موده وړاندې د گلوبل پوسټ په نامه يوې وېبپاڼې خپل راپور کې څرگنده کړې وه، چې يونان کې د افغانستان او نورو هيوادونو نارينه کډوال د خپل ژوند د تېرولو او ورځنيو اړتياو د پوره کولو لپاره فحاشۍ ته اړ شوي دي.

يونان يو له هغو هيوادونو دی، چې هر ډول جنسي اړيکي او فحاشي په کې کوم جرم نه گڼل کېږي او د فحشا لپاره ځانگړي مرکزونه لري.

يادې ورځپاڼې زياته کړې وه، چې دغو کډوالو نارينه‌و د دې کار په بدل کې پيسې ترلاسه کړې وې: «دغه نارينه ان د لسو يورو په بدل کې فحاشۍ ته حاضر وو، خو ځينې وختونه يې يوازې د دوو يورو بدل کې هم جنسي اړيکې نيولې دي».

بي بي سي پښتو نن په خپل يوه راپور کې ادعا کړې، چې موندلې يې ده، چې د يونان پلازمېنه آتن کې يو شمېر ځوانو نارينه‌و کډوالو د ژوند تېرولو په موخه فحشا ته مخه کړې ده او د دې کار په بدل کې پيسې ترلاسه کوي.

راپور وايي، کډوال بله چاره نه لري او اړ شوي دي له همدې لارې يو څه پيسې ترلاسه او شپې سبا کړي.

راپور د کډوالو له منځه د ځينو هغو کسانو خبرې راخيستي، چې عملا يې دغه کار کړی، يوه ايراني کډوال ځوان ويلي: «له بوډاگانو سره د جنسي اړيکو نيولو له امله سخت شرمنده دی». نوموړي زياته کړې ده، چې د دې کار بدل کې يې له پنځو تر لسو ډالر ترلاسه کول.

سرچينې د یوه پنځلس کلن ځوان په اړه ليکلي، چې د امير په نامه دغه افغان زلمی چې د پيسو لپاره يې فحشا کړې، وايي چې شرمنده دی. «زه بختور وم چې يو زوړ سړی راباندې پېښ شو، خو ډېر وېرېدلی او شرمنده يم، څو ځل مې د ځانوژنې هڅه وکړه».

د بي بي سي خبريال وايي، ځوانان د پلازمېنې آتن پارکونو کې د همداسې چا د موندلو په موخه ناست و، چې د فحشا بدل کې پيسې ورکړي.

تېر کال چې په ستره پيمانه د گڼو هيوادونو خلک د اروپا پر لور ورمات شول، له افغانستانه په زرگونو داسې کسان هم کډوال شول، چې عمرونه يې آن له پنځلس کلونو ښکته دي او د سختۍ پر مهال د پرېکړې وس نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button