افغانستانسلايډ

پکتيا کې د ځمکو غصب او اداري فساد ډېر شوی

د پکتيا د ولايتي شورا غړي او قومي مخور وايي، چې دې ولايت کې د ځمکو غصب او اداري فساد ډېر شوی دی. هغوی د دې لامل د ولايتي ادارې کمزورتيا بللې ده.
د پکتيا مرکز گردېز کې جوړه غونډه کې د ولايتي شورا غړو او مشرانو څرگنده کړه، چې والي نصرت الله ارسلا خپلو چارو کې پاتې راغلی او پر مامورينو کنټرول نه لري.
د ولايتي شورا يوه غړي تاج محمد منگل وويل: «ولسمشر پکتيا ته داسې والي رااستولی، چې خپل مامورين نه شي اداره کول، د هغه له راتگ سره هيڅ مثبت تغير نه دی راغلی».
د پکتيا د ولايتي شورا پخواني غړي ښايسته جان احدي هم ورته څرگندونې وکړې او ستونزه يې د والي د کمزوري مديريت له امله وبلله.
غونډه کې برخه والو قومي مشرانو هم وويل، چې دوه کلونو کې دلته هيڅ مثبت تغير نه دی راغلی، بلکې بر عکس اداري فساد او د ځمکو غصب ډېر شوي، چې خپله چارواکي په کې ښکېل دي.
د غونډې گډونوالو پر ولسمشر غني غږ وکړ، چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي او حل لاره ورته ولټوي. هغوی گواښ وکړ، چې که اړ شول، د چارواکو پر ضد به پاڅون وکړي او بيا به نه والي ومني او نه به بل څوک ومني.
خو د پکتيا د والي وياند نقيب الله اتل دغه غونډه د گوتو په شمېر کسانو ناکامې هڅې وبللې او زياته يې کړه، چې د پکتيا والي د اداري فساد او د ځمکو د غصب پر ضد جدي هڅې کوي او ښکېل کسان عدلي او قضايي ارگانو ته ورپېژني.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button