د روزگان چارواکو خبر ورکړی، چې وسله والو طالبانو د يوه بريد په ترڅ کې د ملي اردو يوولس سرتېري وژلي او دولس تنه يې نور ژوندي نيولي او
پېښه دوه شپې وړاندې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبانو د دهراوود ولسوالۍ په سوختي سيمه کې د ملي اردو پر يوه قرارگاه بريد وکړ. د دهراوود ولسوال امين الله خالقي د پېښې پخلی کړی دی، خو په اړه يې نور څه نه دي ويلي.
خو د روزگان د ولايتي شورا پخواني رييس امان الله هوتکي پژواک سره خبرو کې ويلي، چې د ملي اردو پر دغه قرارگاه بريد کې لږ تر لږه يوولس تنه سرتېري وژل شوي او دولس نور وسله والو مخالفينو ژوندي نيولي دي. هوتکي زياته کړې ده، چې وسله والو له بريد وروسته له يادې قرارگاه څخه ډېره وسله هم له ځان سره وړې ده.
وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.