وسله والو طالبانو نن غرمه د لوگر د محکمۍ پر ودانۍ بريد کړی او ودانۍ ته ننوتلي وو. چارواکي وايي، جگړه اوس پای ته رسېدلې او امنيتي ځواکونه محکمې ته ننوتي دي. د لوگر د والي وياند سليم صالح رسنيو ته ويلي، چې دوه بريدگر تر دې دمه وژل شوي دي. د لوگر والي محمد حليم فدايي وړاندې ويلي وو، چې بريدگر درې تنه دي، چې دوه يې وژل شوي او یو لا هم مقاومت کوي.
د والي وياند وايي: «تازه جزيات دا دي چې جگړه پای ته رسېدلې، زموږ ځواکونه محکمې ته ننوتي دي، تصفيه روانه ده او دوه بريدگر له منځه تللي».
نوموړي د پېښې د نورو تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو د لوگر يوې باوري سرچينې رسنيو ته څرگنده کړه، چې بريد کې د لوگر د استيناف محکمې رييس اکرم نجات او د محکمې ځينې نور کارکوونکي وژل شوي دي. ښاغلي نجات همدا نن خپله دنده پيل کړې وه.
د پېښې پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو گمان کېږي، چې وسله والو طالبانو به ترسره کړې وي. طالبانو څو ورځې وړاندې د غزني پر استيناف محکمه هم بريد کړی و، چې له امله يې مرگ ژوبله پېښه شوې وه.