افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر نرندرا مودي نن د سلما یا د افغان هند د دوستۍ بند پرانسته. مودي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې هند غواړي له افغانستان سره مرستې وکړي او د مرستو دلیل یې دا دی چې د افغانستان خلک د هند پر خلکو باور لري.
مودي همدارنگه زیاته کړه چې د هند ولس د افغانستان پر روښانه راتلونکي باور لري او د دې روښانه راتلونکي پر مخ چې کومې ستونزې راولاړېږي هغه به افغان ولس له منځه وړي او د خپلو هیلو د لاسته راوړلو لپاره به خپل کوښښ ته دوام ورکړي.
مودي دغه راز زیاته کړه چې هېواد یې یو ازاد، کامیاب او امنیت لرونکي افغانستان لپاره به له افغانانو سره په کلیو او بانډو کې گډ کار وکړي.
ولسمشر اشرف غني همدارنگه د هند له خلکو مننه وکړه چې دوی تل د افغانانو سره مرسته کړې. غني زیاته کړه چې افغانان د هوسا راتلونکي لپاره کلک هوډ لري.
دغه بند به د هرات ولایت ۲۵ رزه کورنیو ته برېښنا او په زرگونه جریبه ځمکه خړوبه کړي.