د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي چې د افغانستان محاکمو ۷۰۰ تنه په جلا جلا جرمونو باندې په اعدام محکوم کړي دي. دانش دا وینا په داسې حال کې کړې چې تېره میاشت ولسمشر د شپږو تنو طالب بندیانو د اعدامو حکومونه توشیح او اعدام کړل.
دانش زیاته کړه چې د اعدامونو د ترسره کولو لپاره د ولسمشر توشیح شرط دی او له هغې وروسته به دا احکام عملي بڼه اخلي.
دانش همدارنگه زیاته کړه چې هڅې روانې دي تر څو د جزا په قانون کې ځینې تعدیلات راوړي او له دې تعدیلاتو وروسته به د اعدام سزا ډېره لږه شي او په ځای به یې د عمر قید سزا اضافه شي.
کابل کې د اروپايي ټولنې ځانگړی استازی فرانز میشل میلبین وايي چې په افغانستان کې د بشر د حقوقو حالت ډېر ناوړه دی خو بیا هم ده له ملي یووالي حکومت څخه مننه وکړه چې غواړي د بشر د حقوقو لپاره کوښښ وکړي.
تېره میاشت د شپږ طالب بندیانو له اعدام وروسته طالبانو هم د غچ اخیستلو اعلان وکړ چې په بدل کې یې تېره اوونۍ د وردگو د قاضیانو په موټر ځانمرگي برید کې یوولس تنه قاضیان ووژل.