افغانستانسلايډ

هلمند کې شپېته پوليس وژل شوي، د ولايت د سقوط وېره

د هلمند امنيتي چارواکي دې ولايت کې د جگړې د لا تودېدو خبر ورکوي. هغوی وايي، تر اوسه دوو ولسواليو کې وسله والو طالبانو سره نښتو کې تر سلو پورې پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې او تونده جگړه لا هم روانه ده.

طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې د هلمند پر نادعلي او گرشک ولسواليو او د مرکز لښکرگاه پر ځينو سيمو بريدونه پيل کړل، چې تر دې دمه يې له لسو ډېرې پوستې او يو پوځي مرکز نيولي دي.

هلمند کې د ۵۰۵ زون قوماندن پاسوال عصمت الله دولتزي رسنيو ته ويلي، نښتو کې د نادعلي شاول سيمه کې اوويشت تنه پوليس وژل شوي او شپږ ويشت نور ټپيان دي. نوموړی وايي د گرشک مالگير سيمه کې پنځه ويشت پوليس وژل شوي او له لسو ډېر نور ټپيان دي. هغه همدا راز د گرشک سور شاخ سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو د يوه قوماندان په گډون د لسگونو پوليسو د وژل کېدو او ټپي کېدو ويلي دي.

دولتزي څرگنده کړې، چې د جگړې پر مهال د ملي اردو عسکرو او وسله والو طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې دوی ته نه ده معلومه.

طالبانو د يادو جگړو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې له لسو ډېرو پوستو په نيولو يې يو شپېته تنه پوليس وژلي او گڼ نور زخميان دي.

بل لور ته د هلمند د ولايتي شورا رييس او غړي خبرداري ورکوي، چې که حکومت دوو ورځو کې د هلمند لور ته پاملرنه ونه کړي، دغه ولايت به سقوط وکړي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل نن رسنيو سره خبرو کې گواښ وکړ، چې که حکومت هلمند ته نور سرتېري او وسله ونه لېږي، ولايت به طالبان ونيسي. خو د دفاع وزارت چارواکي د ولايتي شورا د رييس څرگندونې ردوي او زياتوي، چې هلمند کې جگړې شته، خو دومره نه چې ولايت دې سقوط وکړي.

طالبانو هلمند کې دا بريدونه په داسې حال کې پيل کړي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو هلته د طالبانو له ځپلو خبر ورکړی و. دغه وزارت وايي، چې همدا اوس د هلمند بېلا بېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو پر ضد ستر عمليات روان دي او ډېر ژر به وسله وال مخالفين وځپل شي. د هلمند د مرکز د ځينو سيمو په گډون د دې ولايت پنځه ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button