د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له تېرو څو ورځو راهیسې لویدیځې اروپا او مسکو ته په سفر تللی دی. د ملي امنیت شورا د حنیف اتمر د سفر په تړاو یوه خبرپاڼه خپره کړې چې له مخې یې حنیف اتمر تېره ورځ له ولادیمیر پوتین او نورو روسي چارواکو سره کتنې کړې وې او له دوی څخه یې د چورلکو د مرستو غوښتنه کړې وه.
خبرپاڼه زیاتوي چې اتمر پرون د جمعې په ورځ د بلاروس له بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر ماکي او د دې هېواد له امنیتي سلاکار سره کتنې کړي او له دوی څخه یې غوښتنه کړې تر څو د ملي اردو په روزنه کې له افغان حکومت سره مرستې وکړي.
خبرپاڼې همدارنگه زیاته کړې چې حنیف اتمر د سیمې له هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې له دوی سره د اطلاعاتو په برخه کې مرستې وکړي.
د نظامي چاروکارپوهان په دې اند دي چې د ملي یووالي حکومت به ونشي کړای د جگړې له لارې هر څه خپلې خوښې ته برابر کړي. شننونکي وايي که په مرستو دغه جگړه پای ته رسېدای نو تر دې مخکې د ناټو او مریکایانو مرستې له ملي اردو سره ډېرې وې خو بیا هم د جگړې په میدا کې مات دي.