پکتيا کې د موی تای سيالۍ په برياليتوب پای ته ورسېدې
راپور: رسول اشنا
د پکتيا ولايت د بدني روزنې عمومي آمريت له خوا پر لار اچول شوې د موی تای سيالۍ نن په برياليتوب پای ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د مرکز او ولسواليو په ګډون ۱۰ کلبونو او ۳۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړئ وو.
دې سياليو د امنيتي ځواکونو تر نامه لاندې دوام وکړ.
له سياليو څخه موخه د پکتيا ولايت د غوره لوبډلې ته د ۱۰ تنو ورزشکارانو پېژندل وو.
د موی تای فدراسيون مشر محمد نظير عمرزي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې همدغه ۱۰ تنه ورزشکاران به په راتلونکو څو ورځو کې د پکتيا ولايت په ګډون له مرکز او ۳۴ ولايتونو سره سیاليو کې وجنګېږي.
او له دې سياليو څخه موخه د خپل هېواد افغانستان ملي او منتخب ټيم ته لاره پيدا کول دي، چې له نورو هېوادونو څخه به له دې ملي ټيم څخه ورزشکاران سياليو ته انتخابېږي او د خپل هېواد په استازيتوب به له نورو هېوادونو سره سيالي کوي.
سيالۍ د قهرمانانو او غوره لوبډلې باندې د مډالونو، قهرمانۍ حکمونو او په مېلمنو باندې د ستاينليکونو په وېشلو پای ته ورسېدې.
په اخره کې د پکتيا ولايت ځوان او تاند مدني فعال جمعه ګل احمدزي د لوبو او مرکز ته د لېږد سپانسرولو مصارف په غاړه واخېستل.
هېره دې نه وي چې له دې مخکې د سياليو ټول مصارف احمدزي په غاړه اخېستي وو.