افغانستانسلايډ

جنرال کليفلنډ: د روزگان او شمالي کندهار امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دی

افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندانۍ څرگنده کړې ده، چې د روزگان او شمالي کندهار امنيتي وضعيت ورته د اندېښنې وړ دی. د روزگان د چارواکو په وينا دغه ولايت له اوږدې مودې راهيسې د طالبانو تر کلابندۍ او بريدونو لاندې دی. بل لور ته د روزگان کندهار پر لويه لاره هم نږدې له يوې مياشتې راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتې روانې دي، چې تر اوسه په کې د لوړ رتبه چارواکو په گډون گڼ شمېر امنيتي کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو وياند جنرال چارلز کليلفلنډ پرون کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د روزگان او شمالي کندهار امنيتي وضعيت دوی اندېښمن کړي دي. نوموړي دا خبره رد کړه، چې وسله وال طالبان به کومه سيمه ونيسي، خو ويې ويل: «هغه سيمې چې موږ لپاره له نورو ډېرې د اندېښنې وړ دي، د کندهار شمال کې شاه وليکوټ ولسوالۍ، ترينکوټ ته تللې لويه لار او د ترينکوټ شاوخوا ولسوالۍ دي». خو ښاغلي کليفلنډ خپل خبرو کې زياته کړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو کړنو ته خوشبين دی.

وړمه ورځ ولسي جرگه کې د روزگان د خلکو استازي عبيد الله بارکزي ويلي وو، چې دغه ولايت له تېرو درې مياشتو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره دی او که حکومت جدي پاملرنه ورته ونه کړي، سقوط به وکړي. د ولسي جرگې نورو غړو هم پر حکومت غږ کړی و، چې د روزگان د امنيت ساتنې په موخه جدي اقدام وکړي.

افغانستان کې د ناټو وياند دا خبرې په داسې حال کې کوی، چې په لنډو ورځو کې به د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه د جنرال نېکولسن نوي ورځنۍ ارزونه پای ته ورسېږي او بيا به له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش غور وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button