پښتونولي د حقیار جرم!
جمال پشتون
ملي امنیت خبر ورکړی چې د سیاسي چارو کارپوه، قاضي محمد حسن حقیار یې نیولی. حقیار صیب دوه ورځې مخکې په یوه بحث کې د طالبانو پخوانی مشر، ملا اختر محمد منصور «شهید» بللی و. د حقیار نیونه ټولو د بیان د ازادۍ مینه والو، پالونکو او د رسنیو د کورنیو ټولو غړو ته د خطر زنګ دی. د حقیار نیول ښيي چې نور به دلته هغه خبره کوې چې حنیف اتمر او معصوم ستانکزي او د شمال ټلوالې د لنډه غرو په طبعه او مزاج برابر وي. هغه خبره چې د دوی د خولې له خوند سره برابره نه وي، باید ونه ویل شي.
پوښتنه دا ده چې د حسن حقیار جرم څه و؟ ایا حقیار داسې کوم جرم کړی و چې ملي امنیت دومره بیړنی اقدام ته اړ شو او په یوې اظطراري پرېکړې يې حقیار ونیو؟
په تېرو پنځلسو کلونو کې د بیان د ازادۍ په نامه په دې وطن کې څه څه ونه ویل شول؟ د پيغمبر له ښکنځلو نیولې، پر قران تر نیوکې او د افغانستان د ملي جغرفایې تر جعلي ګڼلو پورې هر څه وویل شول. خو کله هم ملي امنیت دومره تېز اقدام ونه کړ لکه نن یې چې د ښاغلي حقیار د نیولو لپاره وکړ. ایا د طالبانو مشر شهید ګڼل د پيغمبر له ښکنځلو، د قران تر توهین، د ملي ارزښتونو تر سپکاوي، د ملي رمزونو تر سپکولو، د امان الله خان تر ښکنځلو، د افغانستان تر جعلي بللو… تر دې ټولو ډېر لوی او خطرناک جرم دی؟!
هغه چا چې تر دوه کالو مخکې د افغانستان اوسنۍ جغرافیه جعلي بلله، افغانستان یې د استعمار زېږنده ګڼله، پښتانه یې ښکنځل، ملي نفاق ته یې لمن وهله، له دې ټولو سره یې هغه راووست د اجراییه ریاست ویاند یې وټاکه!ْ! هغه هم په داسې نظام کې ویاند شو چې پښتون اشرف غني يې مشري کوي. اشرف غني ولې عبدالله ته ونه ویل چې حداقل داسې ویاند انتخاب کړه چې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا باور ولري.
کله چې په وطن کې د عدالت او انصاف دغه حال وي، موږ څنګه د جګړې د پای او ملي روغې جوړې تمه وکړو؟ کله چې د ډېرو علیا ارزښتونو او مصالحو نقد وینو سکوت کوو؛ خو کله چې د اشرف غني د حکومت او د امریکایانو د حضور د مخالف افغان مشر لپاره د شهید کلمه وکارول شي بیا ملي امنیت اقدام کوي؛ دا ولې؟! که دا حالت وي تاسې څه فکر کوئ چې جګړه به ودرېږي؟ ایا دغه ډول اختناقي کړنې به د جګړې لیکې نورې هم پياوړې نه کړي.
د حقیار جرم یو دی، پښتونولي!
اوس چې د اجراییه ریاست ویاند دی، مجیب الرحمان رحیمي، د افغانستان شتون نه مني د افغانستان جغرافیه د استعمار په لاس ترسیم شوې ګڼي. لطیف پدرام د افغانستان ویاړ، شاه امان الله خان ته سپکې سپورې وویلې. توهین یې وکړ، خو چا ورته کاږه ونشوی کتلی. هزاره ګان درګرده لګیا دي ملي حاکمیت نقضوي، ملي هویت ردوي او هره ورځ قومي لیکو ته بلنه کوي، هېچا ونه نیول. خو حقیار چې یوه افغان او پښتون مشر ته د شهادت کلمه وکاروله هغه باید ونیول شي، هغه لوی خطر دی، هغه د افغانستان پر ضد دی او د افغانستان د خلکو پر ضد دی!
د حقیار په نیولو سره اشرف غني نور څه ونه کړل، یو اکثریت یې له ځانه نور هم لرې کړل او په ځای یې د شمال ټلوالي څو تنه تالي څټي او متعصب خبریالان یې له ځانه خوشاله کړل. اشرف غني د همدې خلکو لپاره شپږ تنه طالبان هم په دار وځړول، خو همدې خلکو بیا په لندن او کابل کې ورته سپکاوی وکړ. همدې خلکو د ټاکنو په وخت کې د اشرف غني په ادرس هغه سپکه ژبه او قلم وکارول چې په هېڅ انساني معیار برابر نه ول. کاش چې اشرف غني پوهېدی. کاش چې لږ زړور وای او د څو تنو متعصبو او پردي پالو لپاره یې خپل خلک نه تړلی او وژلی.
حسن حقیار به راخوشې شي خو دا ننګ او شرم به د غني په لمن پروت وي چې د ده په حکومت کې چاته دومره اجازه نه وه چې د خپلې خوښې یوه افغان مشر ته د شهید کلمه وکاروي. نن ټول خلک یو ځل بیا د حامد کرزي د حکومت یاد کوي او د حامد کرزي حوصلې او زغم ته سلامي کوي. کرزی پوهېده چې د افغانستان جګړه څومره پراخه او ژوره ده. هغه پوهېده چې دا جګړه د دې ارزښت نه لري چې یوه افغانه مور دې د دې اور لپاره بوره شي او خور دې وراره شي.
اشرف غني په خپل حکومت کې دوو جهتونو ته سخت مات دی. یو امریکایان او بل شمالي ټلوالي. هر څه د همدغو دوو جهتونو لپاره کوي. د ده له پاره د پښتنو هغه منډې او هڅې ټولې ضایع شوې. همدې حسن حقیار صیب ډاکټر اشرف غني ته کمپاین کاوه خو د نن دهمدې اشرف غني په حکومت کې نیول کېږي!
هو، د حقیار جرم یواځې او یواځې پښتونولي وه. که حقیار هزاره وای او علي مزاري ته یې د سیدالشهداء لقب هم کارولی وای، که د شمال ټلوالې وای او مسعود یې تر پيغمبره هم پورته ګڼلی وای، چا به څه نه و ورته ویلي. خو که حقیار منصور صاحب شهید ګڼي چې د امریکا د ډرون په واسطه شهید هم شو، هغه بیا نیول کېږي!
تاسو کې پښتو چرته ایمان چرته دی!
قاتل أفغانستان تهً شهيد لقب ور كول جرم ندي دومره انسانان چي بي گناه شهيدان كيگي د هغو قاتل تهً شهادت منسب ور تهً كُوي أيا په اسلام كي مسلمان وينه توي كول جواز لري