د تخار ولایت چارواکي وايي چې سیلابونو په دې ولایت کې د ۱۳ تنو وژند اخیستی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي. د تخار والي محمد یاسین ضیا رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه څو تنه د ورک دي.
د ضیا په وینا سیلابونو د ډېری خلکو کورونه ویجاړ کړي او په سلگونو جریبه ځمکې فصل یې له ځان سره وړی دی. والي زیاتوي چې سیلابونو د پل قاق سیمې چې له تالقانو سره نږدې پرته ده ډېر زیان ور اړولی دی.
د سیمهایزو رسنیو له مخې سیلاب د شپې له لوري راغلی وو چې له امله یې خلکو ته ډېر زیان اوښتی دی. د پل قاق سیمې یو تن وايي چې سیلابونو زموږ کور، ځمکې او یو ورور سیلاب له ځان سره یوړل.
تېره ورځ سیلابونو په بادغیس، بلخ او دایکندي سیمو کې هم خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي وو.