د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور يې په يو هوايي بريد کې په نښه کړی دی.
د پنټاگان وياند پيټر کوک وايي، چې دوی په دې اړه باوري معلومات راټولوي، چې ايا ملا منصور رښتيا په دې بريد کې وژل شوی او که نه.
د پيټر کوک له قوله ملا منصور د طالبانو هغه مشر دی، چې افغان حکومت سره د سولې مخالف دی، افغانستان کې د امريکا او افغان حکومت پر تاسيساتو په بريدونو کې کې پراخ رول لري، نوموړی افغان حکومت، امنيتي ځواکونو او بهرنيو سرتېرو لپاره «سرخوږی دی.»
د پنټاگون په اعلاميه کې راغلي، چې ملا اختر محمد منصور خپل وسله وال افغان حکومت سره د سولې له خبرو منعه کړي او جگړو ته يې زور ورکړی دی.
امريکايي چارواکي ادعا کوي، چې ملا منصور يې هغه مهال په نښه کړ، چې په زابل کې له خپلو ملگرو سره په موټر کې روان و.
بل پلو رويټرز خبري اژانس د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو يو لوړپوړي قوماندان له قوله د امريکايي چارواکو ادعا رد کړې ده.
نوموړی وايي: «موږ دغه ډول بې بنسټه خبرې له پخوا اورو، دا کومه نوې خبره نه ده، چې دښمن دې زموږ د مشر په اړه داسې خبرې وکړې، زه د خپلو باوري معلوماتو له مخې درته وايم، چې ملا اختر محمد منصور ژوند دی.»
د طالبانو يو مشر، چې مهمو معلوماتو ته لاس رسی لري، ځلاند ته وويل، چې د امريکايي چارواکو «ادعا درواغ ده او دوی د خپلو کمزوريو د پټولو لپاره داسې تبليغات کوي.»
تېر کال هم يو شمېر رسنيو داسې اوازې خپرې کړې، چې ملا اختر محمد منصور په کوټه کې وژل شوی، خو څو ورځې وروسته ملا منصور د يو غږيز پيغام له لارې د نوموړي د وژل کېدو اوازې رد کړي او خپلو پلويانو ته يې ډاډ ورکړ، چې دا د دښمن اوازې دي، بايد دوی پرې وارخطا نه شي.
ملا منصور هغه مهال خپلو وسله والو او پلويانو ته ويلي و، چې «دښمن به په راتلونکې کې هم دغه ډول اوازې خپروي او دی يې بيا د ځواب اړتيا نه ويني.»
تېر ۲۰۱۵ جولای کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مرگ له اعلان وروسته ملا اختر محمد منصور د طالبانو نوی مشر وټاکل شو او د خپلې لوړې په لومړۍ ورځ يې د سولې روانې خبرې او بهير د «د دښمن تبليغات وبلل» او پر خپلو وسله والو يې غږ وکړ، چې «د اسلامي شريعت تر نفاذه به زموږ جهاد روان وي.»