له ښاغلي حکمتيار يوه پوښتنه
ميرویس درانی
تېره يوه مياشت کې د حزب اسلامي د پلاوي او حکومتي چارواکو تر منځ د حزب د جلاوطن مشر د بېرته راګرځېدو او پخلا کېدو په اړه سړې خبرې روانې وې او بالآخره دا دی يوه ليکلي تړون ته په کې ورسېدل.
په لومړيو ورځو کې د حزب اسلامي پلاوي يو درځن غوښتنې لرلې، خو داسې ښکاري چې اوس د حزب مشر ته هغه څه نه دي ورکړل شوي، چې ده غوښتل. ما د دوی تر منځ لاسليکېدونکی سند همدا اوس له نظره تېر کړ. د حزب مشر ته په کې دغه امتيازات د پام وړ دي:
- حکومت به هڅه کوي چې د حکمتيار او د حزب د نورو غړو نومونه له تور لېست څخه وباسي،
- د حزب مشر به د هغو کړنو له کبله چې تېرو څو لسيزو کې يې ترسره کړي، محاکمه کېږي نه،
- ولسمشر به د حکمتيار ستاينه کوي،
- دوه درې کورونه به ورکوي، لګښت به يې ورکوي او امنيت به يې نيسي،
- د حزب څو بنديان به خوشې کوي، خو په دې شرط چې حزب ضمانت وکړي چې دوی به بېرته طالبانو ته نه ورګرځي.
په اوږده ليکل شوي سند کې دغه ټکي د پام وړ دي. نورې خبرې قانوني، نااغېزمن او رسمي دي. امتيازات يوازې همدا دي چې پورته ياد شول.
زه د دې په اړه څه ويل نه غواړم چې دغه پخلاينه ښه ده که بده، منفي اثر به يې وي که مثبت، د افغانستان په تاريخ کې به څنګه ثبتېږي. دا هغه خبرې دي چې وخت به يې ثابتې کړي. مګر زه غواړم د حزب اسلامي له امير، ښاغلي ګلبدين حکمتيار څخه يوه پوښتنه وکړم او هغه دا چې په تېرو څوارلسو کلونو کې حزب ولې له حکومت سره يو ځای نه شو؟ د نه يوځای کېدو هدف څه و؟ آیا دلايل يې د امريکايانو شتون، د وطن يرغمال کېدل، فساد او اوسنی حکومت لاسپوڅی بلل و، او که د پورته يادو شويو امتيازاتو نشت و؟
زما د حکمتيار صاحب هغه اعلاميې په ياد دي چې په توندو او تېزو الفاظو به ليکل شوې وې او د شمشمتو حزبيانو به په خوند لوستې او ورته به احساساتي کېدل. هغه تنکي ځوانان مې هم په ياد دي چې د حزب اسلامي جبهه به يې ځان بلله او د همدوی په خاطر ځينې په کې بنديان او ځينې مړه هم شول. ښاغلی حکمتيار به د دغو کورنيو غړو ته څه وايي؟
حکمتيار د څه له پاره تېرو څوارلسو کلونو کې د حکومت او امريکايانو مخالف پاتې شو او اوس څه په لاس ورغلل چې له مخالفته لاس په سر کېږي؟
هيله ده ښاغلی حکمتيار دغې پوښتنې ته ځواب ورکړي.