ډاکټر قدرت الله عامر
مانینګ ته د یوه مړه شوي سړي کورنۍ د خپل متوفی تناسلي آله ډالۍ کړه.
په لومړي ځل د امریکا بوسټن ښار په ماساچوسټس عمومي روغتون کې یوه ۶۴ کلن سړي ته د تناسلي آلې پیوند وراچول شوی دی، چې عملیاتو یې ټیک ۱۵ ساعته وخت واخیست.
په روغتون کې ډاکټرانو دغو عملیاتو ته درې کاله چمتووالی نیوه.
د توماس مانینګ په نامه د دغه بوډا سړي تناسلي آله ځکه غوڅه شوه، چې د تناسلي آلې په سرطان ناروغۍ اخته شوی و.
مانینګ ته د یوه مړه شوي سړي کورنۍ د خپل متوفی تناسلي آله ډالۍ کړه.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، ډاکټر کورتیس کترولو، چې د عملیاتو د ډلې مشري یې کوله، تمه وښوده چې مانینګ به په راتلونکو څو اونیو کې په طبیعي توګه متیازې وکړای شي، او دا شونتیا هم شته چې په څو اونیو یا میاشتو کې سمه جنسي اړیکه هم ونیولی شي.
د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې سوېلي افریقا کې د لومړي ځل لپاره د نارینه تناسلي آلې کامیاب پیوندي عملیات ترسره شوي وو.
مانینګ د هغه سړي له کورنۍ مننه کړې ده، چې ده ته یې د خپل متوفی تناسلي آله ورکړې.
د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې سوېلي افریقا کې د لومړي ځل لپاره د نارینه تناسلي آلې کامیاب پیوندي عملیات ترسره شوي وو.
ډاکټرانو هغه مهال یوه داسې سړي ته د بل سړي تناسلي آله پیوند کړه، چې د سنت کولو پرمهال یې تناسلي آله له منځه تللې وه.
دا عملیات د سوېلي افریقا کیپ ټاون ښار کې شوي وو.