د حزب اسلامي افغانستان پخوانی غړی او په هالند کې د ياد ګوند پخوانی استازی، حليم تنوير وايي چې په کابل کې د حزب اسلامي شته استازي د مذاکراتو له لارې ډېر پرمختګ کړی او د حکمتيار د راتګ خبرې خلاصه کېدو ته نږدې دي.
حليم تنوير په خپله فېسبوک پاڼه کې کاږي چې په کابل کې د حزب اسلامي د رهبري غړو ترمنځ مهمه او ځانګړې غونډه ترسره شوې. د تنوير په وينا يادې غونډې پرېکړه کړې چې ګلبدين حکمتيار به له خپلو ملګرو سره په پنجشير کې اوسېږي. سرچينه زياتوي چې دغه پرېکړه د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي له لورې منل شوې ده.
د دغې پرېکړې لامل د پنجشير جيوسټراټيژيک موقعيت بلل شوی دی. تنوير وايي چې په پنجشير کې د حزب اسلامي پوه پخواني قومندان ته، چې د ځينو ملحوظاتو له امله يې نوم نه شي يادولای، د زمينه سازۍ له پاره امر شوی.
تنوير دغه راز ليکلي دي چې ګلبدين حکمتيار به په پنجشير کې د خپل پخواني حريف، احمد شاه مسعود پر قبر دوعا هم کوي او له دې وروسته به کابل ته روانېږي. مګر بلې خوا په کابل کې د حزب اسلامي پخواني هيئت لا د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.