خبرونهسلايډ

د ټوټاب پروژه د شپږو میاشتو لپاره وځنډول شوه

ارگ د یوې خبرپاڼې له مخې اعلان کړه چې د ټوټاپ ۵۰۰ کیلو واټه د برېښنا پروژه د راتلونکو شپږو میاشو لپاره وځنډول شوه. خبرپاڼه زیاتوي چې د دې پروژې ټوله تصمیم نیونه او بیا د بامیان له لارې سالنگ ته د تغیر چارې تېر حکومت په ۲۰۱۳م کال پرمخ وړلي دي.

د خبرپاڼې له مخې ارگ دغه پروژه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ځنډولی تر څو پر دې ډاډه شي چې د بامیانو ولس ته په بشپړ ډول برېښنا ورسول شي.

حکومت ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې حکومت کوښښ وکړ چې له لاریون کوونکو سره خبرې وکړي خو د لاریو کوونکو مسوولینو د حکومت غوښتنه ونه منله.

نن د دوشنبې ورځ په سلگونه تنه بامیان مېشتو خلکو کابل کې لاریون کړی وو تر څو د ټوټاپ پروژه باید د بامیانو له لارې تېر شي نه د سالنگ له لارې.

کریم خلیلي له ټولو لاریون کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې لاریون نور پای ته ورسوي او خپلو کورونو ته ولاړ شي.

د حکومت د پروژې له مخې بامیان باید تر ۲۰۲۳م  کال پورې ۳۰ میگا واټه برېښنا ولري خو د نوي پلان له مخې بامیان به په ۲۰۱۸م کال کې ۳۰۰ میگا واټه برېښنا ولري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button