بدخشان کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه رامنځته شوي، چې له امله يې شپږ تنه وژل شوي، پنځه ټپيان دي او سلگونه کورونه ويجاړ شوي دي.
د بدخشان د والي وياند نويد فروتن رسنيو ته وويل: «له څو ورځو راهيسې د بدخشان يوولسو ولسواليو کې توند بارانونه اوري، چې له امله يې سېلابونه راوتلي». نوموړی زياتوي، چې د توندو اورښتونو او سېلابونو له امله کشکان ولسوالۍ کې دريو، تگاب کې يو او شهدا او ارغن کې دوو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فروتن په وينا سېلابونو پيشکان ولسوالۍ کې له زرو ډېر، شهدا کې شپېته، ارغنج خواه کې نهه ويشت او نورو ولسواليو کې لسگونه نور کورونه ويجاړ کړي دي، چې خلک يې په سپين ډاگ پاتې دي.
سرچينه وايي د سېلابونو له امله سلگونه جريبه زراعتي ځمکه، باغونه او سړکونه هم ویجاړ شوي او سلگونه څاروي وژل شوي دي.
د والي وياند نه ده څرگنده کړې، چې د ځپل شويو خلکو د مرستې لپاره کوم گام پورته شوی، که نه. د افغانستان په گڼو سيمو کې د ورته پېښو پر مهال اغېزمنو خلکو سره مرستې يا ډېرې ځنډنۍ کېږي او يا هم محروم وي، چې له امله يې خلک له گڼو ستونزو سره لاس او گرېوان وي.