د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکی انسان سوزنا موشت جونز په نیویارک کې د ۱۱۶ کلونو په عمر وفات شوه. د امریکا د ډېر عمر لرونکې برخې پوهان وايي چې اوسمهال له موشت جونز نه وروسته یوه ایټالوي مېرمن د نړۍ ډېر عمر لرونکی انسان شمېرېږي.
سوزنا جونز په ۱۸۹۹م کال کې د امریکا په نیویارک ښار کې زېږېدلې وه. پلار یې شپونکی او سوداگر وو او نیکه یې غلام پاتې شوی دی.
سوزنا په ۱۹۲۲م کال کې د نرسنگ په برخې کې زده کړې بشپړې کړي او په نیویارک کې د ماشومانو د څانگې نرسه وه چې په ۱۹۶۵م کال کې کورناسته شوې وه.
سوزنا وايي چې په ژوند کې یې ډېر خوب کړې خو تر دې دمه یې نه سگرت او نه شراب څکلي دي.
تر دې مخکې د نړۍ ډېر عمر لرونکی انسان په فرانسې کې وو چې په ۱۹۹۷م کال کې د ۱۲۲ کلونو او ۱۶۴ ورځو په عمر وفات شوې وه.