افغانستان

پنټاګون: د کندوز پر روغتون بمباري د کمزورو معلوماتو پايله ده

سپوټنېک تحليلي ويباڼې ليکلي، چې له تېرو پنځلسو کالو راهيسې، چې امريکايي پوځيان په افغانستان کې په جگړه بوخت دي، له افسره نيولې، تر عادي سرتيري يو يې هم پر دې نه دي خبر، چې دا جگړه د څه لپاره کوي، ستراتيژي او پايله يې څه ده؟

وړمه ورځ د پنټاگونو لوړوپوړ چارواکو د کندوز پر روغتون د بمبارۍ په اړه د باوري او سترگو لېدلي معلوماتو له مخې ويل، چې دا يوه ستره تېروتنه وه، چې د ناسمو او کمزورو معلوماتو له امله ۴۲ تنه ووژل شول، لسگونو نور ټپيان شول او د بې پولې ډاکټرانو روغتون په مکمله توګه د اور خوراک شو.

نړيوالو شنونکو د امريکايي الوتکو دغه بمبارۍ جنگي جنايت بللی او غوښتنه يې کړې، چې په دغه پېښه کې ککړ کسان بايد نړيوالې محکمې ته وسپارل شي، مگر امريکايي چارواکو دا يوه بشري تېروتنه بللې ده او زياته يې کړې يې ده، چې د امريکا دفاع وزارت دوولس افسران د دغسې پېښې په تړاو پوځي محکمې ته معرفي کړي دي.

د ۲۰۱۵م په اکتوبر کې، چې طالبانو کندوز ونيو له څو ورځو وروسته امريکايي الوتکو د افغان حکومت په ټينگار او غوښتنه دغه ولايت کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بريد وکړ او نږدې نيم ساعت په پرله پسې توگه يې پر دغه روغتون بمبارۍ وکړې.

د بې پولې ډاکټرانو اداره وايي، چې د بمبارۍ پر مهال يې پڼتاگون او د ناټو مرکزي دفتر ته څو څو ځل خبرداری ورکړ، چې دغه بمبارۍ بايد ژر تر ژره ودرول شي، مگر د دوی خبره چا ونه منله.

د بشري حقونو نړيواله ټولنه وايي، چې د امريکايي الوتکو او پوځيانو په پوځي عملياتو کې د ولسي خلکو ژوند ته چندان پاملرنه نه کيږي او له پېښې وروسته ځان يوازې «د بښنې په غوښتو خلاصوي.»

امريکايي رسنيو د خپلو سروې گانو له قوله ليکلي، چې ولسونه تر اوسه په دې ډاډه نه دي، چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پنځلس کلن ماموريت د څه لپاره دی، چې تر اوسه هم د ولسي خلکو پر ماليه افغانستان کې خلک وژل کيږي او پايله يې نه ښکاري.

عيني شاهدان وايي، چې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبارۍ د ډاکټرانو په گډون لسگونو ناروغان ژوندي وسوځل شول او دغه بمبارۍ يې جنايتونه بللي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button