روانې چارېسلايډ

اعدام، قاتون او پايله/ سحر بهار

حقوق پوهان وايي قانون بايد يو شان تطبيق شى، دا چى څوک معدنيات لوټى هغه دى په لوړو دندو وګمارل شى، دا چى څوک د زرګونو افغانانو قاتل وى هغه دى د قهرمانۍ په لقب ونازول شى برعکس که يو څوک يوازى د يوه کس په مرګ تورن وو هغه دى بيا په دار وځړول شي، داسي پريکړى هيڅكله قانون نشي منلي ـ

دا خو لا يو بيل مجلس ده چى ولسمشر ولي هغه ځواک څخه محض پوښتنه هم نشى کولى، څو ک چى د افغانانو معصوم ماشومان، سپينږيرى او زنانه په ړانده بمبار کى شهيدانوى او کله کله خو ان د ولسمشر خپل عسکر هم د شوق پوره کولو، خپل زور او واک ښودلو په خاطر له بى رحمه بمبارى لاندى نيسى.

د يوه تورن کس د جزايي اجراأتو په اومه ماده کي ډير حقوق نغښتې دې خو زه به د يو څو ذکر وکړم،کله چي يو تورن ونيول شي، عاجل يي بايد کور ته خبر ورکول شي،

چي وروره!

ستاسو پلار، زوى او يا هم ورور دلته د فلاني جرم له کبله نيول شوى.

متاسفانه دلته هيڅكله هم د تورن له کورنى سره ياد شوى چلند نه ده شوي، نو دا په دى مانا شوه چى دلته د تورن يو حق تر پښو لاندى شوي ـ

د افغانستان د اساسي قانون حکم دي چې کله څوك ونيول شو، د ګرفتارۍ سره سمدلاسه د مدافع وکيل حق هم لري،

قانون پوه عدالشکور دادرس وايي؛ ” زه عينى شاهد يم چى د تحقيق په ټوله صفحه کي د جنايي دفاعي وکيل نه وو “

پس د تورن دا حق هم تر پښو لاندى شوـ

د تحقيق صلاحيت د څارنوال دى د امريکايې نه ده، زما په خاوره کى امريکايي د ګرفتارى حق نه لري

بلاخره  په افغانستان كې د کشف، تحقيق او محکمو کي ستونزي شته ـ

ولسمشر د يو چا په هكله د اعدام لاسليك کولی شي،خو ولسمشر بايد پوه وى چى په اعدام لاسليك هغه وخت کولى شى چى عدالت شوى وى، نه هغه وخت چى د بخښني نړيوال سازمان ورڅخه غوښتي وى چى د اعدام حکمونه صادر نه کړى، ځکه د افغانستان قضايي ارګان له فساده ډک دى او بنديانو ته د ځان د دفاع لپاره سم فرصت نه ده ورکول شوي ـ

که ولسمشر له دغو ټولو ستونزو باوجود د اعدام لاسليك وکړى، نو د ولسمشر صلاحيت، لاسليك د پوښتنو او توندو انتقادونو لاندې نيول کيږى ـ

ولسمشر دى خبر وى چى د امريکى له حملى وروسته يو لک افغانان وژل شوى او يو لک نور زخميان شوى خو بيا هم جګړه کنټرول نه شوه بلکى زياته شوه نو ته به څنګه د يو څو تنو په اعدامولو جنګ وګټى او مخالف به کمزورى کړى ـ

ولسمشره که ته فکر کوى چى په اعدامولو سره به طالبان وډار کړم او ختم به يي کړم، دا دى تش خوب او خيال بللي شو، ځکه دلته امريکى په شپنيزو عملياتو، د بى باون په بمبار او په بي پيلوټه الوتکو هم ختم څه چى کمزورى هم نه کړل او ستا لومړى مرستيال په شمال کي دولس زره طالبان شهيدان کړل ولى اوس هم لا شمال له طالبانو ډک ده ـ

ولمشره په وژلو يي نه شى ډارولي؛ څومره طالبان چي زه پيژنم هغوى ټول ان پنځه وخته د لمانځه په دعا کى هم له الله څخه د قبول شهادت غوښتنه کوى، شهادت د طالبانو يوازينى ارمان ده ـ

ولمشره په اعدامونو سره يوازى او يوازى طالبان توند او خونړى بريدو ته راپارولي شي،د سائنسدان نيوټن مشهور قانون ده چى هر عمل عکس العمل لرى، او ريښتيا هم د اعدام وروسته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يوه تونده اعلاميه خپره کړه چي حکومت يي په سختو بريدو ګواښلي وو همداراز فيسبوک کى هم ټولو طالب پلوو افغانانو قهريدلى اخطارى پوسټونه کول،

بايد واضح کړم چى زما مطلب يوازى سياسى اعدامونه دى اما عام جنايت کارانو لپاره اعدام يو ګټور عمل هم بللي شو ځکه هغوى شا ته مفکوره او د ګوند په شکل کى غچ اخيستونکئ ځواک نه لرى.

ياده دى وى په افغانستان کى د ملګروملتونو استازى اداري يوناما د ګډ حکومت له لورى د طالب زندانيانو په اعدام خواشينى ښکاره کړى او دا يي د سولي په وړاندى يو خنډ بللي ـپورتنيو دليلو ته په کتو سره د يوه ازاد انسان په څير په ځغرده فيصله کولي شو چي اعدامونه په کامله توګه غير قانونى وو او د يوه خونړى افغانستان په لور يو قدم ووـ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button