افغانستانسلايډ

نړيوال بانک: د افغانستان شپږدېرش سلنه وگړي غربت ځپلي

د افغانستان د اقتصادي پرمختگ په اړه د نړيوال بانک راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان اقتصادي پرمختگ يو څه مثبت لور ته خوځېدلی و، خو د ناامنيو او طبيعي پېښو له امله د بې روزگارۍ کچه د بل هر وخت په پرتله پورته شوې ده. راپور زياتوي، اوس هم د افغانستان شپږدېرش سلنه وگړي د غربت تر ليکې لاندې دي.

نړيوال بانک په دې راپور کې د افغانستان ستونزې ژورې بللې دي او له دې وضعيته وتو لپاره يې د کار موندلو، امنيت رامنځته کولو او سرمايه گذاري ډېرولو سلا ورکړې ده. دغه بانک له نړيوالو مرستندويانو غوښتي، چې په دې برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي.

اقتصادپوهان وايي: «حکومت د دې وضعيت د له منځه وړلو لپاره هيڅ پلان نه لري او د هيواد اقتصادي حالت ورځ له بلې له بدو بدتر کېږي».

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د ټاکنيز کمپاين پر مهال ولس سره د ژور اقتصادي بدلون ژمنې وکړې او زياته يې کړه، چې په لومړيو سلو ورځو کې به ان د افغانستان د وگړو په دسترخوان کې مثبت بدلون راشي. خو اوس خلک په دې نظر دي، چې د حکومت مشران په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button