خبرونهسلايډ

سولې شورا: له حزب اسلامي سره به خبرې «له ستونزې سره» مخ شي

که حزب اسلامي «واقعیتونه درک نه کړي» ښايي خبرې له ستونزې سره مخ شي

د سولې عالي شورا مرستیال، عطاالرحمان سلیم کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتلو د ګنګوسو په اړه پر خپل فېسبوک لیکلي چې د ښاغلي حکمتیار راتګ تر اوسه مطرح نه دی. سلیم لیکي: «کابل ته د ګلبدین حکمتیار راتګ ردوم».

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې خپرېږي چې د افغان حکومت او د حکمتیار د حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې وروستیو پړاونو ته رسېدلي او ښايي ولسمشر غني او حکمتیار په ارګ کې وروستۍ هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د سولې عالي شورا مرستیال وايي: «کابل ته د ښاغلي حکمتیار راتګ تر اوسه مطرح نه دی او د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي د پلاوي ترمنځ وروستۍ هوکړه هم تر اوسه نه ده شوې».

عطالرحمان سلیم هیله څرګندوي چې حزب اسلامي د «ټولنې عیني واقعیتونه درک کړي» او د ملي ګټو په پام کې نیولو سره «داسې مسیر خپل کړي چې پایلې يې مثبتې او مفیدې وي».

د سولې عالي شورا مرستیال وېره څرګندوي که د حزب اسلامي پلاوی «واقعیتونه او ملي ګټې» په نظر کې ونه نیسي، ښايي «د خبرو لړۍ به ستونزې سره مخ شي».

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button