چارواکو دا خبره منلې ده چې نن د یکشنبې په ورځ سهار وختي د ولسمشر اشرف غني په فرمان شپږ تنه طالب بندیان اعدام کړل. د حکومتي سرچینو په خوله، دغو زندانیانو په ځینو بریدونو کې لاس درلود.
راپورونه زیاتوي چې په اعدام شوو طالب بندیانو کې د فاینست سوپر مارکیت، پر برهان الدین رباني بریدکوونکی، په قرغه کې د سپین غر هوتل، د ملي اردو پر روغتون برید، پکتیا او د ملي امنیت پر پخواني مرستیال، عبدالله لغماني بریدکوونکي شامل دي.
اشرف غني دا فرمان وروسته له هغې ورکړ چې تېره میاشت طالبانو کابل کې د ملي امنیت اړوند پر یوې ودانۍ برید کې ۶۴ تنه ووژل او ۳۴۷ نور ټپیان شول.
تر دې دمه طالبانو په دې اړه کوم غبرگون نه دی ښکاره کړی خو تر اعدامونو مخکې طالبانو د خبرپاڼې له لارې ویلي وو که چېرې حکومت د دوی غړي اعدام کړي نو دوی به قضايي او عدلي ارگانونه راتلونکي کې په نښه کړي.