خبرونهسلايډ

ولسمشر «ناسمې» شمېرې خپرې کړې دي

د لوړپوړیو امنیتي چارواکو د خوندیتوب پر مرکز له خونړي برید وروسته د ولسي او مشرانو جرګو ګډې ناستې ته په وینا کې ولسمشر اشرف غني وویل، چې په تېرو دیارلسو میاشتو کې امنیتي ځواکونو له څلوېښت زرو زیاتې محاربوي دندې او له شپاړس زرو زیات پرېکنده عملیات کړي.

اوس په رسنیو کې د ولسمشر له خوا په دغو خپروو شوو شمېرو کې شک څرګندېږي. کارپوهان ګومان کوي چې ولسمشر غني ناسمې شمېرې خپرې کړې دي.

خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، چې څلوېښت زره محاربوي دندې له پوځي ګزمو سره ترسره شوي چې د ماینونو پاکول او ځینې نورې چارې هم په کې شاملې دي.

پوځي کارپوه، جاوېد کوهستانی وايي، چې دغه شمېره د اوپراسیون او پلان ګوزارۍ ده. په دغه شمېر کې واقعي عملیات نه دي ترسره شوي. د کوهستاني په وینا که رښتیا هم په دغه شمېر عملیات ترسره شوي وای، نن به د طالبانو واک او ځواک په دغه کچه نه وای.

طالبانو تېره میاشت خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل. که څه هم تر دې دمه طالبانو ډېر مهم پرمختګونه نه دي کړي؛ خو سږ کال د سختې او خونړۍ جګړې وړاندوینه کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button