ټولنهخبرونهسلايډ

له اروپا نه د راغلي افغان ترخې خاطرې

د افغانستان د څېړونکو د شبکې له لوري د نوي خپاره شوي راپور له مخې په ۲۰۱۵م کال کې ۲۱۳۰۰۰ افغانان کډوال اروپا ته تللي دي.

له دوی څخه اوسمهال ډېری په خپل سفر پښېمانه دي؛ ځکه چې اروپایي هېوادونه د کډوالو له کړکېچ سره مخ دي، نو له دې امله ډېری افغانان اوس غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او څه شمېره راستانه شوي دي.

په راستانه شوو افغانانو کې یو هم د بلخ ولایت اوسېدونکی دی چې فیروز دولت‌زی نومېږي. فیروز وايي چې جرمني هېواد کې یې ژوند کاوه او په دې موده کې یې کوښښ کاوه چې حلالو خوړو ته لاسرسی پیدا کړي.

د فیروز په وینا د جرمني هېواد دوی ته د اوونۍ یوازې ۳۳ یورو ورکول چې له دې به بیا فیروز کوښښ کاوه چې د ترکانو او عربانو له دکانونو څخه حلال خواړه تر لاسه کړي.

فیروز وايي چې په دې پیسو مو په مړه گېډه خواړه نه شو تر لاسه کولی. د فیروز په وینا هلته ژوند نه اسلامي وو او نه افغاني، نو له څه مودې وروسته مجبور شو چې ځان پولیسو ته تسلیم کړي او خپل هېواد ته راشي.

د فیروز کورنۍ په دې موده کې له خپلوانو څخه۱۳۰۰۰ ډالر پور اخیستی تر څو خپل کورنی لگښت پوره کړي او د ده په سفر باندې ۸۰۰۰ ډالر لگښت راغلی دی.

فیروز وايي چې خپل کلي ته له رارسېدو وروسته یې د قرانکریم ختم کړی او کلیوالو سره یې خپلې ترخې خاطرې شریکې کړي تر څو د اروپا له سفر څخه ځوانان لاس په سر شي.

د بلخ ولایت د چارواکو په وینا تر دې مهاله ۲۰۰ کورنۍ له اروپا څخه دې ولایت ته ستانه شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button