ولسمشر اشرف غني نن د مخدره توکو د روږدو د درملنې او روزنې لپاره د یوه ستر مرکز پرانستې غونډه کې وویل چې د مخدره توکو قاچاقوونکي باید د مخدره موادو د روږدو کوونکو اصلي عاملین وپېژندل شي او له منځه دې ولاړ شي.
اشرف غني همداراز زیاته کړه چې د لوږې، بېکارۍ، کډوالتوب، او دننه بېځای شوو کورنیو تر څنگ مخدره توکو استعمال د افغانستان پنځمه ستره ملي ستونزه ده.
ولسمشر دغه راز زیاته کړه چې څلور کاله مخکې به چې کله د مخدره توکو یادونه کېده نو ویل کېدل به چې دا زموږ ستونزه نه ده، تولید یې حرام او موږ یې یوازې بهر صادروو چې موږ پرې نه یو روږدي.
ولسمشر په دې ټینگار وکړ چې یو ډېر وړوکي اقلیت ټول افغانان په خپله ولکه کې نیولي؛ دوی د دې ټولو ناخوالو مسوولین دي او دوی باید له منځه ولاړ شي.
د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل: «په ۲۰۱۵ م کال کې مو ۲.۹ څخه تر ۳.۶ میلیونه پورې په مخدره موادو روږدي لرل چې د افغانستان د نفوس ۱۱٪ جوړوي».
فیروز همدا راز زیاته کړه چې له یو نیم میلیون څخه تر دوو میلیونو پورې پر دې توکو باندې مستقیم روږدي دي او پاتې نوره برخه په کې په غیرې مستقیم ډول اخته دي.
د فیروزالدین په وینا په افغانستان کې د مخدره موادو د کارولو دلایل ډېر دي چې په دې کې تر ټولو مهم یې بېکاري، لوږه، کډوالتوب او مخدره توکو ته په اسانۍ سره لاسرسی یې مهم لامل گڼل کېږي.