امنيتي چارواکي د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو طالبانو د بريد خبر ورکړی دی. بريد کې د پوستې څلور پوليس وژل شوي او پوسته د طالبانو له لوري سوځول شوې ده.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرگل ځدراڼ رسنيو ته وويل، د سيد کرم د بډم کندې پر دغه پوسته د شپې دوه بجې بريد پيل شو او تر سهاره يې دوام وکړ. نوموړی وايي، بريد کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، چې دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د هغه په وينا د جگړې پر مهال درې بريدگر هم وژل شوي، چې مړي يې سيمه کې پاتې دي.
ښاغلي ځدراڼ وايي، طالبانو پوستې ته اور اچولی او وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
وسله والو طالبانو بيا رسنيو ته استولي ايميل کې ويلي، پوسته کې يې اته پوليس وژلي او شپږ نور ټپيان کړي دي. هغه د خپل يو ملگري وژل کېدا او د يوه بل ټپي کېدا هم تاييد کړې ده.
امنيتي چارواکي وايي، ياده سيمه پخوا د طالبانو ولکه کې وه او په رڼا ورځ به يې هلته فعاليت کاوه، چې وروسته په کې يوه امنيتي پوسته واچول شوه. خو د طالبانو بېگاني بريد دغه پوسته له منځه يووړه.