د بښنې نړيوال سازمان د ملي يووالي حکومت له ولسمشره غوښتي، چې د طالب بنديانو د اعدام پر پرېکړو لاسليک ونه کړي.
ولسمشر غني تېرو ورځو کې پر عدلي او قضايي ارگانونو غږ کړی و، چې د هغو طالب بنديانو دوسيې نهايي کړي، چې پر اعدام محکوم دي. نورو لوړپوړو چارواکو هم له ولسمشره غوښتي و، چې ياد بنديان اعدام کړي، ولسمشر غني د دې کار اراده څرگنده کړې وه.
وسله والو طالبانو د ولسمشر د دغې پرېکړې په غبرگون کې حکومتي چارواکي وگواښل او زياته يې کړه، چې اړوند چارواکي به يې د لا سختو بريدونو لاندې راشي. هغوی پر اړوندو نړيوالو ادارو غږ وکړ، چې په دې اړه خپل مسووليت ادا او مخه يې ونيسي.
د بښنې نړيوال سازمان اوس له ولسمشر غني غوښتي، چې په دې اړه له خپلو حکمونو تېر شي او د بنديانو د اعدام پر پرېکړو لاسليک ونه کړي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه سرچينې وايي، چې د دې بنديانو نوملړ ولسمشر غني ته سپارل شوی او د هغه د لاسليک انتظار کوي. د افغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر واک لري د اعدام پرېکړه تاييد يا رد کړي.
خو د بښنې نړيوال سازمان د بنديانو له اعدام سره کلک مخالفت ښودلی او له ولسمشر غني يې غوښتي، ټول دغه حکمونه رد کړي. دغه سازمان وايي، د دې په بدل کې دې بنديانو ته د بند سزا ورکړل شي.
د بښنې نړيوال سازمان د دې بنديانو شمېر څلور سوه تنه ښودلی، چې طالبان، د ترهگرۍ په تور نيول شوي او جنايي مجرمين په کې دي.
دغه سازمان وايي، د بنديانو د اعدام مخالفت ځکه کوي، چې افغانستان کې قضايي او د قانون د پلي کولو ادارې په فساد کې ډوبې دي.
د وروستيو سروې گانو له مخې افغانستان کې تر ټولو ډېر اداري فساد په عدلي او قضايي ارگانونو کې دی.
همدا راز څه موده وړاندې د ولسي جرگې ځينو غړو پر ملي امنيت شورا نيوکه وکړه، چې د پلچرخي او بگرم د پنځه سوه اتيا تنو هغو بنديانو د خوشې کولو مخه نيسي، چې محکمو برات ورکړی او بايد خوشې شي.
معلومه نه ده، چې ولسمشر غني به په دې اړه د بښنې نړيوال سازمان غوښتنې ته څه ځواب ورکړي او د بنديانو له اعدامه به تېر شي که نه؟
د افغانستان د حالاتو څارونکي په دې اند دي، چې که د حکومت له لوري بندي وسله وال اعدام شي، دا کار به ناوړه عواقب ولري او د جگړې پر اور به د تېلو پاشلو په معنی وي.
بل لور ته د افغانستان يو شمېر ديني علماوو او قومي مخورو هم د حکومت پر دې پرېکړه نيوکه کړې او بندیان يې د هيواد خلک بللي. هغوی له ولسمشره غوښتي، چې له خپلې پرېکړې تېر شي او پر دواړو لوريو يې سولې ته د کښېناستو غږ کړی دی.