خبرونه

ننگرهار کې د سړي‌تښتوونکو یوه ډله نیول شوې

د ننگرهار چارواکي وايي چې د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه سړي‌تښتونکي او شپږ نور وسله‌وال نیول شوي دي. د دوشنبې په ورځ د ځانگړو ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه نور سړي‌تښتونکي په بهسودو کې نیول شوي دي.
د ننگرهار ولایت ویاند زیاته کړه چې ټوپکمارو د دوشنبې په ورځ د بهسودو په بازار کې پولیسو باندې ډزې وکړې چې په ترڅ کې یې یوه لاروۍ مېرمن ټپۍ شوه او په پای کې ټوپکمار ونیول شول.
همداراز ویاند زیاته کړه چې د دې عملیاتو په ترڅ کې گڼ نور مشکوک انسانان نیول شوي چې اوسمهال تر پوښتنې لاندې دي. تر دې عملیاتو دوه ورځې مخکې په ننگرهار ولایت لاریون کوونکو د ملي یووالي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سړي‌تښتوونکو مخه ونیسي.
په دې وروستیو کې د افغانستان په گڼو برخو کې د سړي‌تښتوونې پېښې ډېرې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button