افغانستانسلايډ

بگرام کې پر بهرنيو ځواکونو چاودنه شوې

پروان کې د بهرنيو ځواکونو پر نظامي کتار چاودنه شوې ده. ځايي چارواکي وايي، پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې بهرني ځواکونه د بگرام ولسوالۍ په نصروي کلا کې په گزمه بوخت وو.

چاودنه د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي بم له امله رامنځته شوې ده، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويل شوي.

د پروان د پوليسو قوماندان مل پاسوال محمد زمان مموزي د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده: «بهرنيو ځواکونو د پېښې سيمه کلابنده کړې ده او څوک نه پرېږدي هلته ورشي». نوموړی وايي، معلومه نه ده، پېښه کې څو بهرنيانو ته مرگ ژوبله اوښتې او څومره زيان يې ليدلی.

د سيمې خلک وايي، چاودنه درنه وه او شونې ده بهرنيانو ته يې تلفات اوړولي وي، خو معلوم نه دي.

د پېښې پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو گمان کېږي وسله والو طالبانو به ترسره کړې وي.

د پروان په بگرام کې پر بهرنيو ځواکونو وخت ناوخت بريدونه کېږي، خو تلفات يې د رسنيو له پوښښه لرې ساتل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button