د سولې شورا چارواکي خبر ورکوي چې دوی هڅه پیل کړې ترڅو د ملگرو ملتونو له تورلست څخه دې د حزب اسلامي گوند مشر حکمتیار نوم لرې شي.
د سولې شورا چارواکو زیاته کړه چې دوی د حکمتیار د استازو له ۲۵ شرایطو څخه ۲۰ شرایطو کې هوکړې ته رسېدلي دي او پاتې نور ولسمشر اشرف غني پورې اړه لري چې ورسره هوکړه کوي او کنه.
د سولې شورا مرستیال مولوي عطاء الله سلیم په دې اړه وویل: «ولسمشر اشرف غني له موږ سره ژمنه کړې چې ډېر ژر به د سولې شورا ته خپله وروستۍ پریکړه ولېږي».
سلیم همداراز زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت به د ملگرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړي تر څو د حکمتیار نوم له تور لست څخه لرې کړي.
له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د حکمتیار استازي کابل ته د سولې خبرواترو لپاره تللي دي چې په دې وروستیو کې دواړه لوري سره هوکړې ته نږدې شوي دي.
حکمتیار تر دې خبرواترو مخکې ویل چې بهرني سرتېرې له کوم شرط پرته باید له افغانستان څخه ووځي چې په اوسنیو خبرواترو کې له دې شرط څخه تېر دي.