افغانستانسلايډ

اسيايي پراختيايي بانک افغانستان سره ۸۷۸ مليون ډالر مرسته کوي

د اسيا پراختيايي بانک اعلان کړې ده، چې تر ۲۰۲۰ز کاله به افغانستان سره اته سوه اتيا مليون ډالر مرسته وکړي.

افغانستان سره د اعلان شويو دغه مرستو تصويب پرون جرمني کې د اسيا د پراختيايي بانک په نهه څلوېښتمه غونډه کې وشول. دغه غونډه به د مۍ تر پنځمې نېټې روانه وي، غونډه کې د نړۍ د حکومتونو، مدني ټولنو او خصوصي سکټورونو نږدې درې زره مشران او استازي گډون کوي.

د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي هم دې غونډه کې گډون لپاره جرمني ته تللی او هلته به د بانک له چارواکو سره د افغانستان د پرمختيايي پروژو د عملي کېدو او ورته د بوديجې پر برابرولو وغږېږي.

ياد بانک ويلي، کېدونکې مرستې به د ټرانسپورټ، انرژۍ د توليد او طبيعي منابعو په سيکټورونو لگول کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button