خبرونهسلايډ

طالبان کندهار کې د خپل والي د وژل کېدو خبر ردوي

د کندهار حکومتي چارواکو دا ادعا چې گواکي دوی د طالبانو والي له ۴۵ تنو نورو سره وژلی دی ردوي. نن سهار وختي د کندهار ولایت چارواکو ادعا کړې وه چې دوی د طالبانو د کندهار والي له ۴۵ تنو نورو ملګرو سره وژلی دی.

د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د یوې نښتې په ترڅ کې د ملي اردو ۱۷ سرتېري وژلي او گڼې وسلې یې له ملي اردو سرتېرو څخه نیولي دي.

طالبانو په دې اعلامیه کې د دې ادعا کړې ده چې دوی د اروزگان او ترینکوټ تر منځ غځېدلې لار د حکومتي چارواکو پر مخ تړلې او په دې ولایت کې یې یوه ستره قرارگا له حکومتي سرتېرو څخه نیولې ده.

طالبانو همدا راز زیاته کړې ده چې د دوی له لوري د حاجي لالا په نامه والي او د ملا احمدشا په نامه مرستیال دې ولایت ته نشته دی.

طالبان ادعا کوي چې حکومتي ځواکونو له دوی سره په مخامخ جگړې کې ماتې خوړلې او اوس درواغژن تبلیغات کوي.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button