افغانستان

پاکستان: ناروغ افغانان له ويزې پرته ورتلی شي

پاکستاني چارواکو ويلي، چې ناروغ افغانان کولای شي، چې له ويزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته د درملنې لپاره ورشي.

پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ليکلي، چې دا پرېکړه يې  د بشري همدردۍ له امله کړې ده.

څو ورځې وړاندې د افغانستان حکومت پاکستان ته ويلي و، چې کوم افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي، که قانوني اسناد او پاسپورټ هم ونه لري، بايد اجازه ورکړل شي.

د پاکستان مرکزي حکومت د افغانستان د ياد وړانديز په اړه خپلو امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې کوم ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته راځي، بايد له امنيتي څېړنو وروسته پاکستان ته د اخلېدو اجازه ورکړل شي.

تېره اوونۍ پاکستان اعلان کړی و، چې له دې وروسته به له قانوني اسنادو پرته پاکستان ته څوک نه ور پرېږدي، مگر د افغان حکومت په رسمي غوښتنه يې دغه پرېکړه کې نرمي راوستې او ناروغانو ته به د ورتلو اجازه ورکوي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې دا پرېکړه به کله عملي شي.

د ۲۰۱۴م په پای، چې پېښور کې پر پوځي ښوونځي له خونړي بريد وروسته د پاکستان امنيتي ځواکونو خيبر پښتونخوا او ټول پاکستان کې د افغانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړ، چې له امله يې زرگونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.

پاکستاني سوداگر، دوکانداران او ډاکټران وايي، چې د پوليسو له لوري افغانانو سره د ناوړه چلند له امله بازارونه ساړه شوي او د ډاکټرانو په ناروغانو کې هم نږدې پنځوس سلنه کمی راغلی دی.

نن هم پاکستاني رسنيو خبر ورکړی و، چې د افغان کډوالو له ستنېدو سره د پاکستان اقتصاد ته ضربه رسېدلې او که پوليس له افغانانو سره خپل چلند سم نه کړي د پاکستان اقتصاد به ډېر زيان واوړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button