افغانستانسلايډ

«حکومت په کورنيو چارو کې د امريکا د پرېکړو په وړاندې عاجز دی»

د افغانستان د ولسي جرگې غړو او حقوقپوهانو کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي ځواکونو د بمبار په اړه د امريکا د دفاع وزارت د راپور په اړه ويلي، چې د افغانستان حکومت په خپلو کورنيو چارو کې د امريکا د پرېکړو په وړاندې عاجز دی.

د ملي يووالي حکومت د پنټاگون د دغه راپور هرکلی کړی او هغه يې سم بللی دی، په داسې حال کې چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان دغه راپور قناعت نه بښونکی بللی او پر بې پرې لوريو يې غږ کړی، چې په دې اړه خپلواکې پلټنې وکړي.

پر ياد روغتون د امريکايي بمبار له امله له څلوېښتو ډېر افغان ډاکټران، ناروغان او ولسي وگړي وژل شوي وو او لسگونه نور ټپيان وو.

حکومت او امريکايي ځواکونو پيل کې ويلي وو، چې روغتون کې طالب ټپيان پراته وو، ځکه پرې بمبار وشو. خو کله چې دا ادعا ناسمه ثابته شوه، د امريکا دفاع وزارت وويل، ځواکونو يې پر روغتون په ناخبرۍ کې بمونه ورولي وو او دا جنگي جنايت نه دی.

افغان حکومت د پنټاگون د دې راپور هرکلی وکړ او زياته يې کړه، چې ملي يووالي حکومت له امريکا او نړيوالې ټولنې سره په ترهگرۍ ضد جگړه کې ژمن دی.

خو د افغانستان د ولسي جرگې ځينې غړي او افغان حقوقپوهان دغه بريد جنگي جنايت بولي او په اړه يې د امريکا د دفاع وزارت راپور ناسم بولي. دوی وايي، چې له افغان حکومته تمه کېده، په دې اړه به غوڅ دريځ ونيسي، خو داسې ښکاري، چې حکومت په خپلو کورنيو چارو کې د امريکا د پرېکړو پر وړاندې ناتوانه دی.

حقوقپوه عبد الشکور دادرس دغه راپور يو طرفه وباله او زياته يې کړه: «د تورن لوري له خوا د جرم څېړنه د خندا خبره ده». نوموړي سرنوشت سره خبرو کې ويلي: «په دې اړه بايد قانونپوهانو تصميم نيولی وی او پېښه يې څېړلې وی او پای کې يې د جينوا کنوانسيون د مفرداتو پر اساس او د نړيوالو جرايمو د تعريفولو د اساسنامې په رڼا کې راپور چمتو کړی وی. د نړۍ په هيڅ قانون کې داسې څه نه شته، چې تورن کس دې هم عامل، هم قاضي او هم بېرته څېړونکی شي».

يوه بل حقوقپوه موسی فريور وايي: «د دې ډول پېښو تصميمونه افغان دولت نه نيسي، بلکې خپله امريکا يې کوي او يوازې هغه کولی شي جرمي وصف مشخص کړي».

د ولسي جرگې غړي منور شاه بهادري بيا وويل: «دا هيڅکله د منلو نه ده، چې دا يوه تېروتنه وه، ځکه د امريکايي ځواکونو تجهيزات دومره پر مخ تللي، چې ډېر کوچني شيان نه خطا کوي، ځکه ويلی شو، چې دا يو جنگي جنايت دی».

د جرگې بل غړي داوود ناصري هم وويل: «بهرنيان تل ادعا کوي، چې تر ځمکې لاندې يو انچ شی هم پېژني، نو د کندز بريد کې دومره ستره تېروتنه څنگه شونې ده».

د ملي يووالي حکومت په داسې وخت کې د کندز پېښه کې د امريکا د څېړنيز راپور ملاتړ کوي، چې په دې وروستيو کې په پکتيا، ننگرهار او لوگر کې د بهرنيانو له لوري د ولسي وگړو په وژلو چوپ دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button