افغانستانسلايډ

بې پولې ډاکټران: د روغتون په اړه د امريکا پلټنې د منلو نه دي

د بې پولې ډاکټرانو سازمان يو ځل بيا غوښتنه کړې، چې د امريکايي ځواکونو له لوري کندز کې د دوی پر روغتون د بمبار په اړه دې نورې پلټنې وشي.

سره له دې چې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف فوټل د جمعې په ورځ ټينگار وکړ، چې د کندز پر روغتون د بمبارۍ په اړه راپور يې خورا دقيق او بې پرې دی، خو د بې پولې ډاکټرانو سازمان د يوې تازه اعلاميې په خپرولو ټينگار کړی، چې د پېښې په اړه يوازې د امريکايي نظاميانو له لوري پلټنې ورته د منلو نه دي.

سازمان د حقيقت موندلو پر نړيوال بشري کميسيون غږ کړی، چې په دې اړه بې پرې او خپلواکې پلټنې پيل کړي، خو تر اوسه يې غوښتنو ته ځواب نه دی ويل شوی.

کندز کې تېر کال د تلې په يوولسمه نېټه د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي الوتکو له لوري د څلوېښت دقيقو لپاره پرله‌پسې بمباري وشوه، چې له امله يې لسگونه ډاکټران، ناروغان او ولسي وگړي ووژل شول. امريکايي او افغان چارواکو په پيل کې ويل، چې روغتون کې يې ټول وسله وال طالبان وژلي، خو وروسته څرگنده شوه، چې د ادعا ناسمه وه. امريکا وروستۍ خبره دا وکړه، چې پر روغتون بمبار په سهوه کې شوی او دا يو جنگي جنايت نه گڼل کېږي.

د ملي يووالي حکومت د امريکا د دغه راپور هرکلی وکړ، خو حقوقپوهانو د حکومت په دې کار نيوکه وکړه او ويې ويل، چې حکومت په خپلو کورنيو چارو کې د امريکا د پرېکړو په وړاندې عاجز دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button