د خوست يو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو د سولې په اړه د دولت پر وروستي دريځ نيوکه وکړه. هغوی وويل، چې د حکومت دننه ځينې کړۍ په لوی لاس د سولې خبرې د ناکامۍ لور ته بيايي.
دغو دیني عالمانو او قومي مخورو د يوې غونډې پر مهال گواښ وکړ، چې که دغه کړۍ له دې کاره ايسارې نه شي، ولسونه به يې پر ضد راپورته شي.
د غونډې يوه گډونوال او د مجاهدينو د سراسري شورا مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ خپلو خبرو کې وويل: «دغه کړۍ د خپلو گټو په خاطر د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي او د دې پروسې برياليتوب نه غواړي». نوموړي زياته کړه، چې دا کړۍ خپلې گټې په جنگ کې ويني او سوچ کوي که هيواد کې سوله راشي، د دوی گټې به له گواښ سره مخ شي.
د خوست عالمانو دا څرگندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د ملي يووالي حکومت مشرانو او ډېری لوړپوړو چارواکو تېرو ورځو کې وويل، چې له دې وروسته د سولې په نوم څه شی نه شته او د وسله والو مخالفينو په اړه هره پرېکړه به د جگړې ډگر کې کېږي.
خو د خوست د ديني عالمانو او قومي مخورو په نننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه، چې که د طالبانو په گډون هره مخالفه وسله واله ډله دولت سره سولې ته کښېناسته او چا يې مخې ته خنډ جوړ کړ، ولسونه به يې پر ضد راپورته کېږي.
دغو ديني عالمانو د دولت له هغې پرېکړې سره هم مخالفت وښود، چې له مخې به يې پر اعدام محکوم طالب بنديان ژر تر ژره اعدام شي. هغوی وويل: «دا کړنه د دې پر ځای چې سوله راولي، هيواد کې د جنگ پر اور تېل پاشي».
مولوي ځدراڼ په دې اړه زياته کړه: «وينه په وينه نه وينځل کېږي، د طالب او مخالف په نوم کوم جنگي بنديان چې دولت سره دي، د همدې خاورې بچيان دي. که دولت دا کسان اعدام کړي، بدې پايلې به ولري».
ولسمشر غني کابل کې د طالبانو له وروستي مرگوني بريد وروسته د افغانستان پارلمان ته وويل، چې پر اعدام د محکومو طالب بنديانو دوسيې به ډېرې ژر نهايي او بنديان به اعدام شي.
طالبانو هم د ولسمشر غني د دغې پرېکړې په غبرگون کې يوه اعلاميه خپره کړه، چې په کې يې ټول هغه دولتي کسان گواښلي و، چې په دې مسئلې پورې تړلي دي.
ياده غونډه کې يوه قومي مخور او مدني فعال حاجي جمال تڼي هم سوله د افغانستان د کړکيچ يوازينۍ حل لاره وبلله. هغه پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې له جنگه لاس واخلي او د خبرو له لارې خپلې غوښتنې دولت سره شريکې کړي.