افغانستانخبرونهسلايډ

کابل کې د اباسين په حق کې د عدالت غوښتنې لاریون وشو

کابل کې د اباسين په حق کې د عدالت غوښتنې لاریون وشو
نن یو شمېر مدني فعالانو کابل کې عبدالحق څلور لارې کې د کوچني اباسین ځاځي په حق کې د عدالت غوښتنې لاریون وکړ. لاریون کونکو له عدلي او قضایي ارګانونو وغوښتل، چې د اباسین قاتلين دې ووژني.
په دې ورستویو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنايي پېښې زیاتې شوي او حکومت يې د مخنيوي لپاره ترا وسه د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

اباسین ځاځې چې د نهو خویندو ورور وو، څلور میاشتې وړاندې د کابل د کارته نو له سیمې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و. غلو د اباسین له پلاره د هغه د ځوی په بدل کې سل زره امریکايې ډالر غوښتل، خو د پيسو د نه ورکولو له کبله میاشت مخکې اباسین د غلو په لاس ووژل شو.
د اباسین وژونکي د امینت د ځواکونو له خوا ونیول شول. د امنيتي ځواکونو څېړنو څرګنده کړه چې نيول شويو کسانو اباسين وژلی، چې وروسته يې د هغه قبر پوليسو ته وښود.
د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د اباسین د قتل په تور يې تر اوسه ۷ کسان نیولي.
ويل کېږي سبا نهه بجې به ننګرهار کې هم د اباسین ځاځي په حق کې د عدالت غوښتنې لاریون وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button