طالبانو د بنديانو د اعدام په صورت کې د سخت غبرګون ګواښ وکړ
وسله والو طالبانو د ولسمشر غني د هغو څرگندونو په غبرگون کې چې طالب بنديان به اعدام شي، ويلي، چې دا د حکومت کمزوري په نښه کوي، چې خپل زور پر بې وسه بنديانو ازمويي. هغوی زياته کړې ده، چې دا کړنې هيڅ قانوني او حقوقي حيثيت نه لري، ځکه «دغه بنديان د داسې قضايي ارگان له لوري په اعدام محکوم شوي، چې په نړۍ کې په بې کفايتۍ او فساد کې لومړی ځای لري».
ولسمشر غني کابل کې د طالبانو له وروستي مرگوني بريد وروسته د افغانستان پارلمان ته وويل، پر ټولو هغو بنديانو به د اعدام حکم پلي شي، چې په طالبانو پورې اړوند دي.
خو طالبانو نن د يوې اعلاميې په خپرولو د ولسمشر غني دا پرېکړه په سختو ټکو غندلې ده او زياته کړې يې ده، چې دا به يوازې يو جنگي جنايت وي.
طالبانو گواښ کړی، چې که حکومت دغه بنديان اعدام کړي، دا کار به تر شا سخت عواقب ولري: «اسلامي امارت به له خپل مظلوم ولس څخه په دفاع کې ټول هغه څه وکړي چې په توان کې يې وي». اعلاميې د ملي يووالي حکومت عدلي ارگانونه گواښلي او ويلي يې دي، چې د دې کار دروند قيمت به ادا کړي.
د طالبانو پر رسمي پاڼه الاماره خپره شوې اعلاميه کې ټولو هغو خلکو ته گواښ شوی، چې زندانونو کې د طالب بنديانو د اعدام غوښتونکي دي: «دوی به په کلي او جزئي ډول د نظامي اهدافو په کتار کې داخل کړی شي».
طالبانو همدا راز ويلي، که حکومت دا کار ترسره کړ، په ټول هيواد کې به د دوی په زندانونو کې د پرتو افغان عسکرو ژوند ته جدي خطر متوجه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو وختونو کې د جگړو پر مهال نيولي عسکر په ډلهييز ډول بيا بيا خوشې کړي دي.
هغوی د اعلاميې په پای کې د بشر حقوقو د دفاع پر نړيوالو ادارو، خپلواکو رسنيو، سره صليب او نورو سازمانونو غږ کړی، چې افغانستان کې د بنديانو د اعدام د موضوع په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.