د افغانستان د سترې محکمې مشر له رسنیو سره وېره څرگنده کړې چې د دې قويې د کارکوونکو؛ په ځانگړي ډول د قاضیانو ژوند په افغانستان کې خوندي نهدی.
د سترې محکمې مشر سید یوسف حلیم دا څرگندونې په داسې حال کې وکړې چې تېره ورځ ناڅرگندو وسلهوالو د هرات ولایت د استیناف رییس ترور کړ.
د یوسف حلیم په وینا امنیتي ارگانونو د قاضیانو د ژوند په اړه ورته ډاډ ورکړی خو بیا هم د دوی ژوند له ډېرو امنیتي سونزو سره مخ دي.
سید یوسف حلیم همدا راز زیاته کړه چې قاضیان او څارنوالان په افغانستان کې د قانون د عملي کولو او عدالت لپاره کار کوي خو د دوی ژوند لا هم خوندي نه دی. د سید یوسف حلیم په وینا په تېرو دوو میاشتو کې د سترې محکمې درې قاضیان د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري ترور شوي دي.
تېره میاشت د لوگر ولایت په مرکز پولعلم کې د یوه موټر بمب په واسطه د دې ولایت مشر قاضي ووژل شو.
د افغانستان په عدلي نظام کې د فساد او عدالت د نهشتون له امله ډېری ځلي عامو وگړو د قاضیانو په ترور او وژنې باندې تورن شوي دي.