د بغلان ولايتي شورا گواښ کړی، چې که دولت ژر تر ژره د ډنډغوري د نيولو لپاره عمليات پيل نه کړي، وسله وال به دهنه غوري ولسوالۍ هم ونيسي.
چارواکي زياتوي، د ډنډغوري له نيولو وروسته وسله والو پر دهنه غوري د کلابندۍ کړۍ تنگه کړې او هڅې کوي ويې نيسي.
ډنډغوري دوه مياشتې وړاندې د طالبانو په ولکه کې وه، وروسته د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې طالبان ترې ووتل او ژر يې بېرته ونيوله، چې اوس له يوې مياشتې راهيسې بيا له هغوی سره ده.
د بغلان د ولايتي شورا غړی بسم الله عطاش وايي: «طالبانو تېره شپه د دهنه غوري پر شهرنو سيمه بريد وکړ او ويې نيوه، امنيتي ځواکونه له شهرنو سيمې په شا شوي دي».
هغه زياتوي: «د شهرنو يا بازار پوستک په نيولو طالبانو پر دهنه غوري ولسوالۍ د کلابندۍ کړۍ راتنگه کړې ده او ټولې نښلوونکې لارې يې تړلې دي».
د ولايتي شورا دغه غړی گواښ کوي که دولت ژر تر ژره د ډنډغوري د نيولو لپاره عمليات پيل نه کړي، دهنه غوري به هم سقوط وکړي.
خو د سيمې خلک بيا وايي، نه غواړي دولته هلته بيا عمليات وکړي. د هغوی په وينا په تېرو عملياتو کې امنيتي ځواکونو د دوی له زرو ډېر کورونه ړنگ کړل، چې سلگونو کسانو ته په کې مرگ ژوبله واوښته.
يو تن اوسېدونکي شمس الهدی رسنيو سره خبرو کې د طالبانو له لوري د ځينو امنيتي پوستو د نيولو پخلی هم وکړ او زياته يې کړه، چې طالبان د دهنه غوري مرکز ته نږدې شوي دی.
د بغلان امنيه قوماندان عوض محمد نذيري هم د شهرنو د نيول کېدو پخلی کړی، خو د دهنه غوري د سقوط له امله د ولايتي شورا د اندېښنو په اړه يې څه ونه ويل.