د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې دوی د طالبانو د سیاسي استازو له سفر څخه کومه اطلاع نه لري.
اعزاز چودري د پاکستان د بهرنیو چارو د دارلانشا مشر پرون اسلام اباد کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د طالبانو په اړه د خبریالانو پوښتنو ته وویل: «موږ د طالبانو د سیاسي استازو له راتگ څخه خبر نه لرو نو نشو کولی چې د طالبانو د سیاسي استازو په اړه تاسو ته ځواب درکړو».
تر دې مخکې ځینو پاکستاني رسنیوخبر ورکړی وو چې د طالبانو سیاسي استازو اسلام اباد ته سفر کړی دی تر څو د سولې په خبرواترو کې د برخه اخیستلو په اړه خبرې وکړي.
وروسته د طالبانو له لوري دا ومنل شوه چې د دوی استازو اسلام اباد ته سفر کړی چې د مهاجرینو او طالب بندیانو په اړه د پاکستان له مشرانو سره خبرېاترې وکړي. نه دا چې د سولې په خبرواترو کې د برخه اخیستلو لپاره برخه واخلي.
دا په داسې حال کې دی چې پرون د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې پلاوي څخه خپله بې خبري اعلان کړه.