ولسمشرۍ ماڼۍ پرون ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم له لارې پر ملي امنیت سلاکار د ولسي جرګې د لومړي مرستیال تورونو څېړلو په موخه لوړپوړی پلاوی ټاکلی.
ظاهر قدیر په ولسي جرګه کې د ملي امنیت شورا سلاکار، حنیف اتمر په افغانستان کې د داعش په نامه ډلې په ملاتړ تورن کړی و. قدیر ویلي و چې د داعش قومندانان په کابل کې اوسېږي او د حکومت له ملاتړ برخمن دي. له ظاهر قدیر وړاندې د پکتیکا پخواني والي هم حنیف اتمر د داعش ملاتړی بللی و؛ والي له دغو څرګندونو ژر وروسته له دندې لرې شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال د تورونو جدیت ته په پام سره یې دغه حکم صادر کړی. خبرپاڼه وايي، چې دغه ډول تورونه به عامه اذهان مسموم او د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې کړي.
دغه پلاوی د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد، نصرالله ستانکزي په مشرۍ رامنځ ته شوی، چې د لويې څارنوالۍ نظامي مرستیال، ډګر جنرال عبدالفتاح عزیزي او د دولت د قضایاوو عمومي رييس، میر محمد انور سادات هم په کې ګډون لري.
ولسمشر د لویې څارنوالۍ اداره، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، د ملي امنیت شورا دفتر، ملي امنیت لوی ریاست او د کورنیو، دفاع او اطلاعاتو او فرهنګ له وزارتونو څخه غوښتي چې د دغه حکم په پلې کولو کې هراړخیزه مرسته وکړي.