امريکايي رسنيو د امريکايي او افغان چارواکو په حواله ويلي، امريکا د ولسمشر غني د لومړي مرستيال جنرال عبد الرشيد دوستم پر ورتگ بنديز لگولی دی.
امريکايي ورځپاڼې نيو يارک ټايمز د چارواکو له قوله ليکلي، امريکايي چارواکو د ملي يووالي حکومت چارواکي خبر کړي، چې جنرال دوستم امريکا ته سفر نه شي کولای. سرچينې په دې اړه څه نه دي ويلي، چې امريکا ولې جنرال دوستم ته د ورتگ اجازه نه ورکوي.
جنرال دوستم څه موده وړاندې غوښتل امريکا ته سفر وکړي، هغه کابل کې د طالبانو له وروستي مرگوني بريد وروسته وويل، امريکا کې به له چارواکو وغواړي د طالبانو ځپلو کې ورسره مرستې توندې کړي.
نيويارک ټايمز زياته کړې ده، له دې امله چې د جنرال دوستم سپکاوی ونه شي، افغان چارواکو دغه موضوع پټه ساتلې او امريکا ته يې د هغه سفر په پټه لغو کړی دی.
په خپله جنرال دوستم هم ويلي وو، چې امريکا ته يې سفر هيواد کې د امنيتي حالت د خرابوالي له امله ځنډولی دی.
د ملي يووالي حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
جنرال عبد الرشيد دوستم د افغانستان د روانو جگړو په اوږدو کې يو ستر جنگ سالار پاتې شوی او پر افغانستان د امريکا د بريد پر مهال يې د طالبانو په وژنه او نيونه کې ستره ونډه درلوده، چې د مزار دشت ليله کې يې په يوه وار زرگونه طالبان ووژل.