خبرونهسلايډ

برتانوي سفیر: افغانان له ملي یووالي حکومت څخه مایوسه دي

په کابل کې د برتانیې سفیر ډامنیک جرمي رسنیو ته ویلي چې افغانان له ملي یووالي حکومت څخه مایوسه دي ځکه چې دوی تر دې دمه په دې نه‌دي توانېدلي چې خپلې کړې ژمنې تر سره کړي.

سفیر همداراز زیاته کړه چې په افغانستان کې لا هم سولې او امنیت راوستو لپاره اوږد مزل پاتې دی. د سفیر جرمي په وینا هېواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کړي دي.

جرمي دغه راز وویل: «که چېرې د ملي یووالي حکومت له موږ څخه د سولې په څلور اړخیزو ناستو کې د برخه اخیستو غوښتنه وکړي نو هېواد یې حاضر دي چې برخه واخلي».

جرمي ژمنه وکړه چې د بروکسل په غونډه کې به هېواد یې نورې مرستې هم اعلان کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button